...

د هند نوي توغندي اګني ۵ په سیمه کې نوې اندیښنې را ولاړې کړي دي

دا توغندې اوو نيم ټنه (۷.۵ ټنه) چاودېدونکي مواد خپل هدف ته وړلې شي او دا مواد دا نوې توغندې په ډیره اسانۍ سره خپل هدف ته رسولی شي
د پوهانو ترمخه پاکستان خپل دفاعي نظام ته وده ورکولو لپاره چمتو دې، د پوهانو ترمخه پاکستان چین سره د نوې جنګي الوتکو تړون ته هم چمتو دې

دا توغندی د ۸۰ څخه تر ۱۰۰ مترو پورې د ځمکې لاندې پټنځایونه، اتومي تاسیسات او پوځي مرکزونه ویجاړولو وړتیا لري

د جنوبي آسیا هیواد هند په دفاع سیکټر کې یو مهم پرمختګ شوې دې. هند د خپل “اګني-۵” توغندي یوه نوې نوغندې چې “بانکر بسټر” بلل کېږي، چمتو کړې دې

دا توغندی د ۸۰ څخه تر ۱۰۰ مترو پورې د ځمکې لاندې پټنځایونه، اتومي تاسیسات او پوځي مرکزونه ویجاړولو وړتیا لري

دا توغندې اوو نيم ټنه (۷.۵ ټنه) چاودېدونکي مواد خپل هدف ته وړلې شي او دا مواد دا نوې توغندې په ډیره اسانۍ سره خپل هدف ته رسولی شي

.

بانکر بسټر توغندی په داسې وخت کې رامنځته شوی چې نړۍ هڅه کوي د اتومي جګړو د مخنیوي لپاره د دودیزو او پخوانیو وسلو په لور لاړه شي. خو د هند دغه وسله اوس د دښمن د کلکو دفاعي پټنځایونو په نښه کولو وړتیا لري، چې له امله یې د جګړې په تګلارو کې بدلون راتللی شي

د اګني توغندي پر نورو توغندیز بریدونو غلبه


که څه هم د دې توغندي واټن اوس یوازې تر ۲۵۰۰ کیلومتره محدود شوی دی، خو د دې چټکتیا او د ویجاړتیا ځواک دغه توغندی په یو حیرانوونکي وسله بدل کړی دی. اوس هند پر جنګي الوتکو د تکیې پر ځای په زیاتېدونکي ډول پر توغندیو تکیه کوي او خپل پام ی د توغندیو جوړولو ته وراړولې دې

د هند اګني ۵ توغندې او پاکستان، چین ته ی ګواښونه؟


له دې مهم پرمختګ وروسته هند پر پاکستان څرګنده برتري ترلاسه کولی شي، ځکه چې دا مهال پاکستان د بانکر بسټر په څېر کوم توغنديز سیسټم نه لري. د پاکستان ځینې مهم ځمکې لاندې اتومي مرکزونه لکه کهوټه، کیرتھر غرونه او د بلوچستان پټ مرکزونه اوس د هند د نوي توغندي تر ګواښ لاندې راتللای شي او دې نوي توغندی په پاکستان کې یو شمیر اندیښنې راپورته کړي دي

سوال دا دی چې آیا د هند دغه پرمختګ به په سیمه کې د ځواک په توازن اغېز وکړي؟ او که پاکستان او چین به د دې ځواب کې کوم نوی دفاعي سیستم جوړ کړي؟ کارپوهان وایي چې دا تازه پرمختګ د هند د بریدونو وړتیاوې نوره هم ښکاره کوي، خو په دې هم اشاره کوي چې اوس د دفاع پر ځای د لومړي برید نظریه په حقیقت بدلېدونکې ښکاري

که وس په دې لنډ تیر وخت نظر واچوو نه دا څرګنده کیږي چې که څه هم هند سره دفاعي سسټم به د پاکستان په مقابله کې قوي وي خو دلته د پاکستان پوځ که هغه هوایی وي، ځمکي وی یا بحري چې د کومې جذبې سره په اوسني جنګ کې هند ته ماتې ورکړي نو دې سره ټولې نړۍ د ته هند بدمعاشي ور څرګنده شوي

د دفاعي کارپوهانو ترمخه د میی په جنګ کې پاکستان فضايی ځواک ځوانانو د هند الوتکې را اوغورځولې او هند ته ی داسې ماتې ورکړي چې ټول عمر به یاد ساتي

کارپوهان وایی چې دې جنګ کې پاکستان ښکار هند ته ماتې ورکړه او نړۍ دا په خپلو سترګو ولیدله ، پوهان زیاتوي چې د پاکستان بریا امریکا اولس مشر او منله او هم دا ی لامل وو چې د امریکا اولس مشر ټرمپ د پاکستان او هند ترمینځ اوربند اعلان وکړو او هند ی دې ته مجبور کړو چې اوبند اومني

د پوهانو ترمخه پاکستان خپل دفاعي نظام ته وده ورکولو لپاره چمتو دې، د پوهانو ترمخه پاکستان چین سره د نوې جنګي الوتکو تړون ته هم چمتو دې او په نزدې وخت کې امکان لري چې د نوي دفاعي نظام په اړه هم چین سره خبرې اترې پیل شي

دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې د پاکستان د دفاع مشرانو ترمخه پاکستان هروخت هند ته ځواب ورکولو لپاره چمتو وي او د هند هر برید ځواب به په میړانه ورکړل شي

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.