تازه خبرونه

داعش په ضد مبارزه،روس د افغان دولت سره مرستو لپاره تيار دې، ضمير کابلوف

افغانستان کښې ترهه ګر ډلې د امريکې او ناټو موجودګۍ په مهال منظم شوي وې،ضميرکابلوف
روس حکومت د افغانستان سره اړيکې ښه کول غواړي،روس استازې ضميرکابلوف

امريکه دې د افغانستان کنګل شتمنۍ آزادې کړي،کابلوف

افغانستان لپاره د روس خصوصي استازي ضمير کابلوف يوې خبرې ادارے سره مرکې په مهال افغان طالبان د ترهه ګرۍ په ضد جهګړه کښې د روس مهم شراکت دار بللي دے ۔ ضمير کابلوف وائي چې اسلامي امارت د ترهه ګر ډلو خلاف موثره اقدامات کوي روس له پکار دي چې د ترهه ګرۍ د خطرو د مکمل خاتمې لپاره اسلامي امارت سره پوځي مرستې وکړي ۔

د يوې پوښتنې په جواب کښې د روس استازي ووئيل چې افغانستان کښې ترهه ګر ډير وخت راهسې خوندي ټهکانې لري،دا ترهه ګر د امريکې افغان جنګ دوران د يو منظم پروګرام مطابق دلته ځائې کړي شوي وو افغان اسلامي امارت د دې ذمه وار ګڼل نه دي پکار ۔

ضمير کابلوف زياته کړه چې کمزورې معيشت د افغانستان اهمه مسئله ده د افغانانو ستونزې د کانفرنسونواو اجلاسونو د لارې نه حل کيږي چې ترڅو امريکې د افغانستان کنګل کړي شوي ټولې شتمنۍ آزاد کړي نه وي دا ستونزې نه هواريږي بايد چې سوئس بانک کښې جمع شوي د افغانستان ۲.۵ میلیارده ډالر دې اسلامي امارت ته وسپارلې شي ۔

Related Articles

موږ له ایران سره خبرې کړې دي، خو وضعیت ښه نه ښکاري. ګورو چې په راتلونکي کې څه کېږي، خو دا باید ووایم چې زه له دې پرمختګ څخه خوشحاله نه یم

May 1, 2026

د راپورونو له مخې، ایران په دې موقع څرګنده کړې چې پاکستان به د امریکا سره د خبرو اترو په بهیر کې د ایران رسمي او یوازینی منځګړی وي

May 1, 2026

په افغانستان کې د واکمنۍ وضعیت داسې انځور شوی چې خلک له سختو ټولنیزو او اقتصادي محدودیتونو سره مخ دي او د بنسټیزو حقونو په اړه اندېښنې موجودې دي

May 1, 2026

د دې پېښې وروسته انټرنېټ کاروونکو د هند دغه تګلاره سختې نیوکې کړې دي او په ټولنیزو رسنیو کې د حقیقت پر بیان د بندیز پر ضد غږونه پورته شوي دي

May 1, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *