تازه خبرونه

سند طاس معاهدې په حواله د نړي وال ثالثي عدالت فيصله د پاکستان د موقف تائيد دی،خارجه دفتر

هند دې په فوري توګه د دې معاهدې متعلق تعاون بحال کړي ،خارجه دفتر ترجمان
هند پاکستان کې ترهګرۍ ته وده ورکوي او وسله والو ډلو سره مرستې کوي: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت

د بهرنیو چارو وزارت په وینا پاکستان دا موضوع په نړیواله کچه په هر فورم کې راپورته کوي.

د خارجه دفتر ترجمان شفقت علی خان لخوا جاری شوی بیان کښې وئيلي شويدي چې هند سرہ کشن کنګا او ﺭټل پن بجلي منصوبوپه شخړو د نړي وال ثالثي عدالت د فيصلې هرکلۍ کوو او دا فيصله په سفاﺭتي کچ د پاکستان ګټه بلو.بيان ترمخه عدالت د پاکستان د موقف تائيد کړيدې او د بهاﺭتي حکومت د يک طرفه کارروائي ئې په مکمله توګه مسترد کړيده.د خاﺭجه دفتر ترجمان بيان کښې وئيلي شويدي چۍ د عدالتي فيصلې مطابق سند طاس معاهده نافذالعمل دہ او نریندر مودی حکومت سرہ اختياﺭ نشته چې دا معاهده ختم کړي. پاکستان د هند نه مطالبه کړيده چې په فوري توګه دې په انډس واټرټريټي د معمول فعاليت بحال کړي او په دې معاهده دې په ايمانداﺭۍ سره خپلې ﺫمه واﺭۍ پوﺭا کړي.

هيګ کښې نړي وال ثالثي عدالت دﺭې وﺭځې مخکښې د پاکستان او هند ترمينځ د سند طاس معاهدې متعلق ضمني فيصله جاﺭي کړې وه چې پکښې وئيلي شوي وو چې هند په يک طرفه توګه د دې معاهدې لاندې هيڅ قسم اقدامات نه شي کولي.

د پهلګام حملې نه پس هند حکومت د پاکستان خلاف جاﺭحانه ﺭويه خپل کړي وه،بغير د څه ثبوت ئې د دې حملې ﺫمه واﺭ پاکستان ګرځولي وو او وﺭوستو ئۍ د پاکستان د خپلواکۍ خلاف وﺭﺯي کړي وه او په مختلف ښاﺭونو ئې حملې کړې وې،د پاکستان فوري او موثرہ جوابي کارروائۍ نه پس چې هندوستان حکومت ته شکست ملاو شو نو دوي د سند طاس معاهدې د ختمولو اعلان کړي وو.پاکستان څو وارې هند له خبرداﺭې وﺭکړېدی چې د نریندر مودي لخوا د پاکستان د برخه اوبو بندول او سند طاس معاهدې نه د هند وتل به جنګي اقدام وي او پاکستان د خپلې برخې په اوبو به هيڅ قسم سودا باﺯي ونه کړي او د هرقسم د جاﺭحيت به موثرہ جواب ورکوی۔

Related Articles

ارپنګا بریال په امریکا کې د کوپرنیکس نړیوال ساینس سیالۍ کې د پاکستان استازیتوب وکوي

January 29, 2026

د امریکا لوري افغانستان طالبانو حکومت سر دې مالي مرستو په اړو یو شمیر شکونه او اندیښنې مخې ته راغلي دي

January 29, 2026

د نیپاه وژونکي وایرس په اړه هندي چارواکي له ډسمبر ۲۰۲۵ راهیسې په لوېدیځ بنګال کې یوازې د دوو پېښو اعتراف کړې دې

January 29, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *