تازه خبرونه

پاکستان کښې په قانوني توګه ميشته افغانانو د قيام موده ختم،د افغانانو قيام کښې د نور توسيع امکان

خېبرپښتونخوا بشمول ملک نورو برخو کښې اوس هم ديرش لکه نه زيات افغان مهاجر آباد دي
پاکستان کښې اوس هم 30 لکه افغان مهاجرين ميشته دي

پاکستان نه د افغان مهاجرينو انخلا عمل جاري

د خېبر پښتونخوا بشمول د ملک نورو برخو کښې په قانوني توګه اوسيدونکي افغانانو د قيام موده نن ختم شويده،پاکستاني حکومت دې مهاجرينو له 2006 کښې پي او آر کارډونه جاري کړي وو او وخت په وخت به د دوي په قيام کښې توسيع هم کيدو،کډوالو لپاره د متحده قامونو ادارے(يواين ايچ سي آر) رپورټ ترمخه پاکستان کښې پنځلس لکه رجسټرډ او اته لکه عارضي افغان سيټزن کارډ لرونکي مهاجرين ميشته دي،دغه رنګ خواؤ شا اووه اووه لکه افغانان په غير قانوني توګه د پاکستان په مختلف ښارونو کښې آباد دي ۔

افغان دولت د پاکستان نه مطالبه کړيده چې قانوني استاد لرونکي افغانانو د قيام په موده کښې دې يو کال توسيع وکړي او په غيرقانوني توګه دلته ميشته کډوالو له دې هم دومره وخت ورکړي چې دوي په خپله رضا مندۍ افغانستان ته واپس لاړ شي ۔ د افغان مهاجرينو په قيام کښې د توسيع فيصله به وفاقي حکومت کوي،سرچينو ترمخه د دې کډوالو د قيام موده کښې د شپږ مياشتو نور توسيع کيدو امکان دے ۔ پاکستاني حکومت کال 2023 راهسي افغان مهاجرين خپل ملک ته ډي پورټ کولو سلسله شورو کړيده چې ترمخه ئې د لس لک نه زيات غيرقانوني افغان مهاجرينو خپل هيواد ته واپسي کړيده ۔ ياده دي چې په د دسمبر میاشت کال 1979 کښې د روس پوځيانو په افغانستان حمله کړې وه چې لوجې ئې د لکونو افغان مهاجرينو پاکستان کښې پناه اخستې وه، د روس نه پس افغانستان کښې خانه جنګۍ او بيا د امريکې او افغانستان جهګړې دوران هم په لکونو شمير کښې افغانان بے کوره شوي وو چې پکښې زياتره پاکستان او ايران ته راغلې وو۔

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *