تازه خبرونه

د پاکستان صدر آصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز شریف شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواک په کاروان ځانمرګي برید په سختو ټکو کې غندلې

محسن نقوي چې وفاقي وزیرداخله دې هم ویلي دي چې د وطن شهیدانو د کورنیو سره یو ځای یو، دوی به یواځې نه پریږدو او د هیواد لپاره ددوی قرباني به تل یاد ساتو.
د سرچینو ترمخه په دې برید کې ۸۰۰ کلوګرامه چاودیدونکي مواد کارول شوي او د ځانمرګي بریدګر نوم عبدالله وو

وزیراعظم شہباز شریف هم په خپل بیان کې ویلي دي چې د هند ملاتړ لرونکي ترهګرو دا برید ترسره کړو او مونو له هیواد څخه د هر ډول ترهګري دمنځه وړلو لپاره پخه اراده کړي ده.

صدر آصف زرداري ویلي چې د ترهګرو په بشپړه توګه له منځه وړلو پورې به د پاکستان امنیتي ځواکونو عملیات دوام وکړي او ترهګرو ته به ماتې ورکړو.

د پاکستان صدر آصف زرداري شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو په کاروان د ترهګرو لخوا په د ځانمرګي برید په سختو ټکو کې غندنه کړې او د برید شهیدانو قرباني ی په درنو ټکو ستایلې ده. .

په خپل بیان کې صدر وویل چې د ترهګرو په بشپړه توګه له منځه وړلو پورې به د پاکستان امنیتي ځواکونو عملیات دوام وکړي او ترهګرو ته به ماتې ورکړو. .

وزیراعظم شہباز شریف هم په خپل بیان کې ویلي دي چې د هند ملاتړ لرونکي ترهګرو دا برید ترسره کړو او مونو له هیواد څخه د هر ډول ترهګري دمنځه وړلو لپاره پخه اراده کړي ده.

د پنجاب وزیراعلی مریم نواز هم ددې برید په سختو ټکو کې غندنه کړې او ویلي ی دي چې د برید شهیدانو د خپل وطن لپاره خپل ژوند قرباني کړو او ددوی قرباني به زمونږ به زړونو کې تل پاتې وي.

د سندهه وزیر شرجیل میم هم به خپل بیان کې د برید غندنه کړې او ویلي ي دي چې د پاکستان ټول اولس په اتفاق دې او ددې برید ځواب به په میړانه ورکړي او ترهګرو ته به شکست ورکړي.

محسن نقوي چې وفاقي وزیرداخله دې هم ویلي دي چې د وطن شهیدانو د کورنیو سره یو ځای یو، دوی به یواځې نه پریږدو او د هیواد لپاره ددوی قرباني به تل یاد ساتو.

دلته ددې خبرې باید یادونه وشی چې وړمه ورځ په شمالي وزیرستان کې د خدي مارکیټ سره د ځان مرګي برید ذمه واري د حافظ ګل بهادر ډلې سره تړلې یوې ډلې اسودالحرب په غاړه اخستې ده . ددې ډلې له لوري رسنیو ته په لاس راغلي یو بیان کې ویل شوي وو چې دوی امنیتي کاروان په نښه کړو او ګڼ مشیر فوځیانو ته ی مرګ ژوبله ور اړولې ده.

د سرچینو ترمخه په دې برید کې ۸۰۰ کلوګرامه چاودیدونکي مواد کارول شوي او د ځانمرګي بریدګر نوم عبدالله وو.

Related Articles

د افغانستاني کډوالو اړوند د جرمونو د زیاتوالي له امله غربي هېوادونه د ایستلو پالیسۍ ټینګې کوي او د عامه امنیت ډاډ ورکوي

March 19, 2026

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر حقاني د کابل په وروستیو هوايي بریدونو پس له پاکستاني خلکو او مذهبي مشرانو وغوښتل چې د وضعیت د لا زیات خرابېدو مخنیوی وکړي

March 19, 2026

پاکستان د اختر نه مخکې د “غضبُ الحق” عملیاتو کې لنډمهاله وقفه اعلان کړه. امنیتي خبرداری پاتې دی که کوم بریدونه وشي

March 19, 2026

د بلوچستان والي خبر ورکړ چې په خضدار کې یوه ښځینه ځانمرګې بریدکوونکې نیول شوې، چې له امله یې یو مرګونی برید مخنیوی شو. دغه عملیاتو یوه افراطي شبکه بربنډه کړه او د امنیتي همغږۍ او پر وخت استخباراتي معلوماتو اهمیت یې وښود

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *