تازه خبرونه

هند په منطقه کښې د ترهه ګرو مرستیال هيواد دے،پاکستان به د هند اجاره داری قبول نه کړې،فيلډ مارشل عاصم منير

افغانستان د ترهه ګرو مرکز جوړيدل نه دی پکار،فيلډ مارشل عاصم منير
پاک پوځ د ملک دفاع لپاره هر وخت تيار دے،فيلډمارشل

افغانستان د ترهه ګرو مرکز جوړيدل نه دی پکار،فيلډ مارشل عاصم منير

افغانستان دې فتنه هند او فتنه خوارج له په خپله خاوره ځائې ورکولو نه ډډه وکړی،فيلډ مارشل عاصم منير

آئی ايس پی آر ترمخه چيف آف آرمی سټاف د 52 کامن ټريننګ پروګرام افسرانو ته وينا په وخت قامی سلامتیا ،کورنی او بهرنی چيلنجونو ،د منطقې امن او په نورو مهمو موضوعاتو خبرې کړيدي. فيلډ مارشل عاصم منير د هند د جارحيت دوران رياستي ادارو او ټول سټيک هولډرانو د يووالي مظاهرې ستائينه کړې او وئيلی ئې دی چې معرکه حق آپريش په مهال پاکستان د کنټرول لائن او سمندري حدونو پورې د هندوستان د بلا جواز حملو موثره جواب ورکړې وو او الله تعالی مونږ له کاميابی هم راکړی وه ځکه چې مونږ په حق وو. د فيلډ مارشل وينا ترمخه پاک پوځ د دې دور د جنګي تقاضو مطابق د ملک د خپلواکۍ دفاع لپاره هر وخت چمتو وی. فيلډ مارشل عاصم منير هند له خبردارې ورکړيدے چې پاکستان خو نۀ مخکښې د دې هيواد اجاره داري قبول کړيده او نه به آئنده قبول کړی،ترهه ګری د هندوستان کورنۍ معامله ده چې اصل وجوهات ئې د مسلمانانو او نور اقلیتونو خلاف د هند د حکومتونو غيرانساني، ظالمانه او متعصبه رويه ده. د پاک پوځ سرلښکر افغانستان سره د پاکستان په اړیکو هم رڼا اچولې ده او وئيلي ئې دی چې افغانستان زمونږ ورور او ګاونډي ملک دے ښه تعلق ورسره قائمول غواړو خو افغان دولت نه مطالبه کوؤ چې د هند ترهه ګر پراکسيز ،فتنه هند او فتنه خوارجو له په افغانستان کښې پناه ورکولو څخه دې ډډه وکړی.فيلډ مارشل عاصم منير د پوځ په افسرانو زور راوړيدے چې ملک سره مينه او وفاداري خپله وړومبې او مهمه ذمه واري وګني .

Related Articles

پاکستان ادعا کوي چې د سرحدي کړکېچونو په منځ کې په «غصب للحق» عملیاتو کې سلګونه طالبان وژل شوي دي

March 3, 2026

د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ډیپلوماټانو ته د پاکستان-افغانستان اړیکو په اړه معلومات ورکړل او د سیمه‌ییزې سولې او ثبات د ساتنې لپاره یې پر ځان‌کنټرول ټینګار وکړ

March 3, 2026

په افغانستان کې د طالبانو دیني عالمان د تاوتریخوالي د توجیه لپاره دین کاروي، چې د سیمه‌ییز امنیت او سرحدي وسله‌والو ډلو لپاره خطرونه زیاتوي

March 3, 2026

مسؤلانه څرګندونې د پاکستان د یووالي، ټولنیز هماهنګۍ، او اوږدمهاله ثبات د ساتنې لپاره حیاتي رول لوبوي

March 3, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *