تازه خبرونه

سلامتي کونسل هنګامي اجلاس،په ايران د امريکني حملو مذمت،ايران دې جوهري پروګرام باندې مذاکرات وکړي، انتونيوګوټريس

امريکني حملې د نړي وال قانون خلاف ورزي ده حملو لوجې امن کوششونو ته زيان رسيدې شي،عاصم افتخار

1 min read

په ايران حملې به منطقه د خطرناک صورتحال سره مخ کړي،سلامتي کونسل

سلامتي کونسل اجلاس،په ايران د امريکني حملو مذمت

June 23, 2025

د ايران په جوهري تنصيباتو د امريکني حملو وروستو د سلامتي کونسل هنګامي غونډه شويده چې پکښې زياتره ملکونو په ايران باندې د اسرائيل او د امريکې د حملو مذمت کړې او دا حملې د بندولو مطالبه ئي کړيده ۔ اجلاس ته وينا په وخت د ايران مندوب امير سعيد وئيلي دي چې د پرامن مقاصدو لپاره د جوهري تنصيباتو باندې حملې د نړي وال قانون او د ايران د خپلواکۍ خلاف ورزي ده ايران د خپل دفاع پورا حق لري او د امريکني حملو به ورله موثره جواب ورکوؤ.

روس او چین نمائندګانو ايران او اسرائيل ترمينځ روانه شخړه کښې د امريکې د شموليت غندنه کړې او دا حملې ئې د سيمې د سلامتيا لپاره خطرې ګرځولي دي،د چين مندوب فوکانګ د اسرائيل او ايران ترمينځ فوري جنګ بندۍ مطالبه کړيده او د مذاکراتو په ذريعه دا مسئله حل کولو باندې ئې زور راوړېدے،د روس استازي ويسلي نيبينزيا د امريکې حملې خطرناک او غير ذمه دارانه ګرځولي دي او وئيلي ئي دي چې امريکه جهګړه کښې شدت راوستل غواړي او ايران سره کشيدګي د سفارتکارۍ د لارې حل کولو کښې دلچسپي نه اخلي ۔

د متحده قامونو جنرل سيکرټري انتونيوګوټريس اجلاس ته وينا په وخت دواړو فريقينو نه مطالبه کړيده چې د صبر او تحمل مظاهره دې وکړي ۔ د ګوټريس وينا ترمخه امريکې او اسرائيل د ايران سره تاؤتريخوالي نه سيوا کولو په حواله د هغه د امن اپيل ته هيڅ توجو نه ده ورکړې او په ايران ئې حملې وکړے د سيمې اولس نوره تباهي ليدل نه غواړي بايد چې فريقين د خبرو د لارې دا کشاله ختم کړي ۔

سلامتي کونسل اجلاس ته د پاکستان مندوب عاصم افتخار هم وينا کړې او وئيلي ئي دي چې په ايران د امريکې کارروايو لوجې سيمه کښې کشيدګي سيوا کيدو انديښنه ده ،عاصم افتخارد ايران سره د يو والي اظهار کړېدے او وئيلي ئي دي چې د متحده قامونو د قوانينو مطابق ايران د خپل دفاع پورا حق لري پاکستان هم د دې حق مکمل ملاټر کوي بلخوا د ايران خارجه وزير عباس عراقچي د متحده قامونو جنرل سيکټري انتونيوګوټريس ته خط ليږلې دے او د امريکني حملو ئې په سختو ټکو کښې مذمت کړېدے، خط کښې عباس عراقچي ليکلي دي چې ايران د اين پي ټي رکن دے او د جوهري عدم خورونکې په معاهده عمل درآمد کوي ولې د دې باوجود امريکې او اسرائيل د جارحيت مظاهره کړې او منطقه ئي د لوئي بحران سره مخ کړيده ۔

عباس عراقچي خبردارې ورکړېدے که چرې متحده قامونو موجوده صورتحال کښې عملي اقدام پورته نه کړو نو دا کشيدګي به نوره هم سيوا شي او د نړۍ سلامتيا هم متاثره کيدې شي ۔

Related Articles

د پاکستان او امریکا تر منځه دفاعي اړیکی د باوری او ژورې سټرټیجیکی همکارۍ څرګندونه کوي

December 12, 2025

د پاکستان او افغان طالبانو حکومت ترمنځ د روان کړکیچ کمولو لپاره قطر، ترکي او سعودي عرب خپل رول ادا کړې خو ترواسه ی څه مثبته پایله نه ده ورکړې

December 12, 2025

کارپوهان وایي په قبایلی ضلعو کی ښونځی په بمونو الوزول د سیمه‌ییزو ټولنی له پاره اقتصادي او امنیتي زیان خبرداری ورکوي

December 12, 2025

د پاکستان لوري افغانستان لپاره ځانګړې استازې محمد صادق په اسلام آباد کې د چین پلاوي سره ملاقات کړې دې

December 12, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *