تازه خبرونه

متوازن خوراک د مور او ماشوم لپاره ډېر مهم دې، د متوازن خوراک اهمېت د غونډې ګډون والو ته ور په ګوته شو

د غونډې ګډون والو ته اوویل شول چې د امېدورو ښځو لپاره متوازن خوراک لکه تازه مېوې، سبزي، غوښه، پۍ(شوده) ډېر مهم خوراکونه دي او که یوه مور له دې خوراک څخه محرومه شي، نو د هغې او ماشوم صحت به ډېر کمزورې شي
له شپږو ۶ تر ۲۳درویشت میاشتو پورې ماشومانو ته باید د پنځو بیلا بیلو خوراکونو څخه لکه اناج،تازه سبزي، میوې، هګۍ او غوښه ورکړل شي

بلال افریدي د غوندې ګډون والو ته اوویل چې هغه میندې او چې متوازن خوراک خوري، هغوی پخپله هم صحتمندې وي او ماشومان یې هم روغ رمټ او صحتمندي وی

ضلع خیبر: د سماجي رویو د بدلون تر عنوان لاندې، وړمه ورځ په ګورنمنټ مډل سکول عاشقي کلي میرداد خېل کې یو مهمه غونډه ترسره شوه. .

د بینظیر نشوونما پروګرام (د ټولنیزو(سماجي رویو د بدلون پروګرام) د خیبر لپاره فوکل پرسن بلال افریدي د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې وویل چې نن سبا مونږ ته د سماجي رویو په برخه کې د بدلون ډیره اړتیا ده. نوموړي وویل چې د دې پروګرام له لارې مونږ د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې د متوازن خوراک موضوع تر بحث لاندې راولو ځکه زمونږ په ټولنه کې ډېری امېدورې مېندې او نوي زېږېدلي ماشومان د متوازن خوراک له کموالي سره مخ وي چې له امله یې د مور او ماشوم صحت ته سخت زیان رسېږي او مونږ کولې شو چې ددې ستونزې په ډیره آسانه طریقه مخه ونیسو.

نوموړي زیاته کړه چې د امېدورو ښځو لپاره متوازن خوراک لکه تازه مېوې، سبزي، غوښه، پۍ(شوده) ډېر مهم خوراکونه دي او که یوه مور له دې خوراک څخه محرومه شي، نو د هغې او ماشوم صحت به ډېر کمزورې شي.

نوموړي وویل چې له شپږو ۶ تر ۲۳درویشت میاشتو پورې ماشومانو ته باید د پنځو بیلا بیلو خوراکونو څخه لکه اناج،تازه سبزي، میوې، هګۍ او غوښه ورکړل شي، چې دا نه یوازې د ماشوم د ښې ودې لپاره ګټور دې بلکې د ناروغیو پر ضد هم د هغوی صحت قوي کوی.

بلال افریدي اوویل چې هغه میندې او ماشومان چې متوازن خوراک خوري، هغوی پخپله هم صحتمندې وي او ماشومان یې هم روغ رمټ او صحتمندي وی.

نوموړي وویل چې ډېر شمېر ښځې، ماشومان او نجونې په کورونو کې غیرمعیاري خوراکونه لکه پاپړ، چپس او مېګي خوري، چې زیات استعمال یې د ماشومانو او غټو کسانو لپاره ډېر زیان رسوونکې دې.

ددې مهمې غونډې ګډونوالو ته په ځانګړې توګه لارښوونه وشوه چې دا پیغام خپلو کورونو، ګاونډیانو او د ټولنې نورو کسانو ته ورسوو تر څو مونږ وکولای شو چې یوه صحتمنده معاشره جوړولو کې بریالي شو.

په دې موقع ددې سکول هیډماسټر حاجي غفار شینواري هم د غونډې ګډونوال ته چې پکې استا‌ذان او د ټولنې یو شمیر نور غړي شامل وو ته لارښوونه وکړه چې دوی باید د خپلو کورنیو او کلیوالو سره یو ځای کښېني او د ښځو او ماشومانو لپاره د متوازن خوراک د اهمیت او ضرورت په اړه دوی سره خبرې وکړي او ددې خوراک د اهمیت نه ی خبر کړي ، هغوی ورته اوویل چې که دوی دا ذمه واري ترسره کړي نو دې سره به مونږ په یوه صحتمنده ټولنه جوړولو کې کامیاب شو

Related Articles

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر وویل چې د عملیاتو “غضب‌الحق” په ترڅ کې طالبانو ته درنې تلفات اوښتي دي

February 28, 2026

اسرائیل د ایران پر ضد مخنیوییز برید پیل کړ او د ټول هېواد په کچه بیړنی حالت اعلان شو

February 28, 2026

امریکا او اسراییل په زیاتېدونکو تنشونو کې د ایران د ولسمشر مقام او مهمو سیمو پر ضد ګډ بریدونه وکړل

February 28, 2026

د پاکستان هوایي ځواک په کندهار کې دقیق برید ترسره کړ؛ وسله‌وال په نښه شول، سرحدي امنیت او د ملکي وګړو خونديتوب یقیني شو

February 28, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *