تازه خبرونه

افغان ډرایورانو لپاره د پاکستان حکومت له لوري د یو کال ویزه ورکولو اعلان

افغان تاجرانو او ډرایورانو د پاکستان ددې اعلان هرکلۍ کړې دې او د پاکستان حکومت دا پریکړه ی په ښو ټکو کې ستایلې ده خو دوی وایی پاکستان باید ویزه فري سهولت ورکړي

1 min read

افغان ډرایورانو لپاره د پاکستان حکومت له لوري د یو کال ویزه ورکولو اعلان

پاک افغان بارډر تورخم ته د آسیا ګیټ وې ویل کیږي او هم دا وجه ده چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ په دې لار ۸۰سلنه زیات دوه اړخیز تجارت کیږي

June 21, 2025

د پاکستان او افغانستان دوه اړخیز تجارت ته وده ورکول په لړ کې د پاکستان حکومت له لوري یو لویه پریکړه شوې ده او اعلان ی کړې ده چې وس افغان ډرایوران کولې شي چې د یوکال ملټی پل ویزه ترلاسه کړي.

د پاکستان او افغانستان ډرایورانو د پاکستان حکومت ددې پریکړې هرکلې کړي دي او ویلي ی دي چې دې سره د دواړو هیودونو ترمینځ تجارت وده وکړي.

د سرچینو ترمخه پاکستان د افغان موټر چلوونکو او سوداګرو لپاره د یو کال ملټي پل ویزه اعلان کړې ده او ویل کیږي چې د حکومت له لوري دا ګام د سوداګرۍ او ترانزیټ ټریډ کې د اسانتیا او بې خنډه کولو د مقصد لپاره اخستل شوې دې.

دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې افغانستان د ټرانسپورټرانو لپاره دا ګام ښایی چې د پاکستان حکومت غواړي چې د ګاونډي هیواد افغانستان تجارت او ټرانزټ ټرید نور هم پراخ کړي او دو ګاونډي هیوادونو ترمینځ وده وکړي.

ضاالحق سرحدي

ضیاالحق سرحدي چې د پاک افغان جاینټ چیمبر آف کامرس یو مشر دې وایی چې زه د حکومت پاکستان دې پریکړې هرکلۍ کوم او دې پریکړې ته په ډیر درناوي ګورم ،هغه زیاتوي چې دې نه وړاندې هم حکومت افغان ډرایورانو لپاره ټي اې ډي ، یو د اسنادو جوړولو پریکړه کړې وه چې تر یو کال پورې وچلیدوه او په دې اسنادو جوړولو هم تر ۳۰۰ ډالرو خرچه راتلله.

هغه زیاتوي چې په اول کې خو حکومت ددې ویزې فیس ۱۰۰ ډالر ایښودې خو داسې بیا کیږي چې دا فیس بیا ۵۰۰ او ۱۰۰۰ زر ډالرو ته رسیږي او دې سره بیا ډرایوران او سوداګر د یو بلې ستونزې سره مخ شي.

نوموړي وایی چې دې ډرایورانو ته په اسانۍ څوک ویزه نه ورکوي او غوښتنه ی وکړه چې د ویزې په اړه دې دې ډرایورانو سره نرمي وشي.

هغه غوښتنه نکړه چې په دې کې ستونزه شته دې او دې ته باید حکومتي چارواکي بیا نظر وکړي او د ویزه په جاري کولو کې باید دې ډرایورانو او تاجرانو سره نرمي وشي او دوی ته ویزې زر جاري شی ، هغه زیاتوي که حکومت د ویزه په ورکول کې اساني وکړي او زر ی جاري کړي نو دې سره به د پاکستان او افغانستان دو اړخیز تجارت وده وکړي.

قاري نظیم ګل شینواري

که یو اړخ ته افغان ډرایوران ددې پریکړې هرکلې کړي خو بل اړخ ته په تورخم کې یو تاجر او د تورخم کسټم کلیرینس ایجنټس یونین مشر قاري نظیم ګل شینواري وایی چې زمونږ حکومت له په کار دي چې په تورخم پوله د ویزه فري سهولت ورکړي.

هغه زیاتوي چې که افغان ټرانسپورټرانو لپاره ویزه فري سسټم ورکړي نو دې سره به د پاکستان ایکسپورټ تجارت وده وکړي .

هغه زیاتوي چې افغان تاجران په پوله د سختو تجارتي پریکړو په وجه ایران په لوري تللي وو او وس د ایران اسرایل د جهګړي په وجه پاکستان کولې شی چې تورخم په پوله افغان سوداګرو او ډرایورانو له اسانتیاوې ورکړي او دوی لپاره ویزه فري انټري ورکړي.

دلته ددې مهمې خبرې هم باید یادونه وشي چې څو ورځې وړاندې هم د بلوچستان ګوادر پورټ ته د افغان ټرانزټ ټرید توکو څخه یوه ډکه بیړۍ راورسیدله چې ښایی چې دې سره به هم ددې پاکستان او افغانستان ترمینځ دوه اړخیز تجارت وده وکړي او د پاکستان حکومت ددې ګام ستاینه شوي ده چې د ګوادر پورټ ی په بشپړه توګه فعال کړې ده او د تجارتي توکو څخه ډکې بیړې وس دې بندر ته رارسیږي چې دا یو ډیر ښه اقتصادي بدلون او پرمختګ دې.

پاک افغان بارډر تورخم ته د آسیا ګیټ وې ویل کیږي او هم دا وجه ده چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ په دې لار ۸۰سلنه زیات دوه اړخیز تجارت کیږي او دا ځکه چې د پاکستان او افغانستان سوداګرې پوهیږي چې د پاکستان هرې صوبې څخه چې تجارتي توکي راوړل کیږي نو تورخم پوله یوه داسې پوله ده چې په اسانه توګه د تجارتي توکو ډکې لارې افغانستان ته داخلیدې شي.

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشي چې د تورخم په لار د پاکستان ایکسپورټ توکي هم په ډیره اسانه توګه د منځنۍ آسیا په لور لیږلې شي او دا ځکه چې پاکستان د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ټرانزټ ټریډ اسانتیاوو په برخه کې یو باوري او د اعتماد قابل شریک بللې شي.

دلته د پاکستان ،افغانستان او چین حکومتونو ترمینځ یوه میاشت وړاندې د لوړ پوړه چارواکو سفرونه هم په دې لړ کې ترسره شو چې افغانستان د سي پیک په پروژه کې شامل شو او دې سره به درې واړو ګاونډي هیوادونو ترمینځ سیاسي او تجارتي اړیکې نورې هم پیاوړې شي.

د پاکستان او د افغانستان ترمینځ که په اوسني وخت کې اړیکې اغیزمې شوي نو ددې هم یو لوی لامل شته دي.

د پاکستان حکومت له لوري بیا بیا په افغان چارواکو او حکومت غږ شوې دې چې دوی د کالعدم ډلې تحریک طالبان پاکستان په ضد ګامونه واخلي ځکه دا ډله په افغانستا ن کې پلانونه جوړوي او بیا پاکستان ترهګریز بریدونه ترسره کوي .

دا مهمه ده چې باید یادونه ی وشی چې د پاکستان څخه د افغان مهاجرنیو افغانستان ته واپس لیږل هم ددې کالعدم ډلې سره تړل شوي دي ځکه د راپورونو له مخې داسې افغانان وو چې ددې ډلې سره ی تړاو لرلو او هم دغه ی لا مل دې چې پاکستان د افغان مهاجرنیو افغانستان ته واپس لیږلو پریکړه کړې ده

Related Articles

د امریکا افغانستان لپاره پخوانۍ ځانګړې استازې زلمي خلیلزاد په خپل تازه بیان کې د بګرام هوایی ډګر بیانونه ناسم بللي دي

September 22, 2025

د بولرانو ناقصه کارکردګی، پاکستان په ۶ وکټو ميچ بائيللے دے

September 22, 2025

اسرائيل او امريکې د آسټريليا،کينډا او برطانيې په فيصله د مايوسۍ اظهار کړے،دا ئې د حماس طرفداري بلللي ده

September 21, 2025

وژل شوي ترهه ګرو کښې درې افغانان هم شامل دي، صدر او وزيراعظم د امنيتي ځواکونو عمليات ستائيلي دي

September 21, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *