تازه خبرونه

پاکستان د امريکې صدر ډونلډټرمپ د کال 2026 نوبل انعام لپاره نامزد کولو سفارش کړېدے

پاک ۔ هند کشيدګۍ کمولواو جنګ بندۍ کښې مثالي سفارتي کردار ادا کولو لوجې ټرمپ د نوبل انعام اصل حقدار دے،حکومت پاکستان
د راتلونکي کال نوبل انعام لپاره د امريکني صدر ټرمپ نوم تجويز کړې شوې

ډونلډټرمپ نرۍ کښې د امن خيرخواه دې،پاکستان

پاکستان حکومت هند سره روانه شخړه او جنګ بندۍ کښې د صدر ټرمپ د موثره او فوري سفارتي مداخلت اعتراف کړې او د هغه نوم ئې د نوبل انعام لپاره نامزد کولو سفارش کړېدے ۔ حکومت لخوا جاري شوي اعلاميه کښې وئيلي شويدي چې نړي والې ورورلۍ بغير د څه اشتعال د پاکستان خلاف د هند د جارحيت مشاهده کړيده،د هند دغه جارحيت د پاکستان د خودمختارۍ او سالميت خلاف ورزي وه او د هندوستان حملو لوجې بے ګناه زنانه او ماشومان شهيد شوي وو۔ بيان ترمخه پاکستان د خپل دفاع لپاره بنيان مرصوص آپريشن کړې وودا د پاکستان مضبوط او صحيح جواب وو۔

اعلاميه کښې وئيلي شويدي چې امريکني صدر ډونلډ ټرمپ په دې نازک صورتحال کښې د پاکستان او هند سره سفارتي رابطې قائم کړې وې او د هغه د کوششونو په رڼا کښې د دواړو ملکونو ترمينځ جنګ بندي شوي وه او جنوبي ايشيا د لوئي تصادم نه بچ شوي وه ۔ پاکستان حکومت د ډونلډ ټرمپ دغه اقدام د امن او مذاکراتو په ذريعه شخړي حل کولو لپاره د هغه د موثره او ګټه ور سفارتکارۍ ثبوت ګرځولي او وئيلي ئي دې چې امريکني صدر د جمو وکشمير مسئلې حل کښې د ثالثې کردار ادا کولو وړانديز کړيدے پاکستان د دې هرکلې کوي او د سيمې د امن او استحکام لپاره د کشمير د مسئلې پائيدار حل لازمي ګني ۔ پاکستاني حکومت طمع څرګند کړيده چې صدر ټرمپ به غزه جهګړه، ايران او اسرائيل تاؤ تريخوالې او مشرقي وسطې کښې جاري نور بحرانونه حل کولو کښې د مخلصانه کوششونو د لارې هم مثبت کردار ادا کول جاري ساتي ،د دې کوششونو په رڼا کښې پاکستان د کال 2026 نوبل امن ايوارډ لپاره د ډونلډټرمپ نوم د تجويز کولوفيصله کړي ده ۔ دې نه مخکښې نيوجرسي کښې ميډيا سره خبرو کښې صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي وو چې د پاکستان او هند جهګړه بندولو لوجې نوبل انعام ماته ملاويدل پکار دي ۔ د ټرمپ وينا وه چې روانډا،کانګو،کوسوؤ او سربيا کښې امن بحالۍ باندې هم د نوبل انعام حقدار يم خو دغه انعامونه صرف لبرلز ته ملاويږي دا کسان ما له نوبل انعام نه راکوي ۔

Related Articles

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

لنډي کوتل ته راغلي سیلانیانو له اړوند ادارو غوښتي چې په لنډي کوتل کې دې سیلګرۍ ته وده ورکولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي

January 26, 2026

د خیبر پښتونخوا صوبایی حکومت کې د مخالف ګوند مشر ډاکټر عباالله پوښتنه کړې چې په دومره لویه اندازه کې صوبایی حکومت ته ورکړل شوې فنډ کوم ځای خرڅ شوې دې

January 26, 2026

د افغانستان طالبانو پر نوی قانون دیني عالمانو د ژورو اندیښنو څرګندونه کړې ده او دای اسلام سره په مخالف بللې دې

January 25, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *