د بدامنۍ پيښو،جنګونو،سياسي تاؤ تريخوالي او قدرتي آفتونو لوجې بے کوري شوي کسانو مسائل او ستونزو په حواله شعور رابيدارولو لپاره هر کال شلم جون د کډوالو د ورځې په حيث نمانځلې شي ۔ کډوالو لپاره د متحده قامونو ادارے يواين ايچ سي آر رپورټونو ترمخه نړۍ کښې هر منټ پس اته کسان بے کوره کيږي،دا مهال د نړۍ په مختلف ملکونو کښې د 27کروړ نه سيوا کسان د مهاجرينو په حيث ژوند کوي ۔
د مهاجرينو نړي والې ورځې په مناسبت خپل پيغام کښې وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د کډوالو ورځ مونږ له د انسانيت،خواخوګۍ او د مرستو او تعاون ته وده ورکولوپيغام راکوي د کډوالو د مسئلې پائيدار حل لپاره ضروري ده چې نړي واله سطح باندې راپورته شوي شخړې دې د مذاکراتو د لارې او د متحده قامونو د چارټر کښې درج نړي وال قوانينو مطابق حل کړي ۔
وزيراعظم وئيلي دي چې افغان جنګونو او دې هيواد کښې عدم استحکام لوجې د لکونو افغانانو خپل هيواد پريښودې دے او پاکستان د هرقسم مشکل او معاشي کمزورې باوجود د لکونو افغانانو کوربه توب کوي حالانکه دې افغانانو سره نړي والې مرستې ډير کمې دي خو بيا هم پاکستان د څلويښت کالو نه زيات وخت راهسې د افغانانو وړوڼو خدمت او ميلمستيا په ښه شان سره کړيده ۔ خپل پيغام کښې وزيراعظم شهباز شريف دا هم وئيلي دي چې پاکستان کښې ترلاسه کړي شوي تعليم او تربيت لوجې ګڼ شمير افغانان دتعليم او لوبو بشمول مختلف شعبو کښې د غورې کارکردګۍ مظاهره کوي مونږ په دې افغانانو فخر کوؤ۔
پيغام کښې وزيراعظم شهباز شريف طمع څرګند کړيده چې پاکستان نه واپس خپل هيواد ته تلونکي افغانان به د دواړو ګاونډي هيوادونو ترمينځ د ورورلۍ تعلق نور هم مضبوطولو لپاره د پل کردار ادا کړي ۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي هم د کډوالو د ورځې په مناسبت خپل يو بيان کښې وئيلي دي چې هيڅوک هم په خپله خوښه خپل کور يا کلي نه پريږدي بلکه د مجبورۍ نه هغه مهاجر شي ۔
فيصل کريم کنډي وائي چې د منطقې د نورو هيوادونو او نړي په نسبت خېبرپښتونخوا کښې د ټولو نه زيات افغانان اوسيږي پاکستان هم د محدود وسائلو باوجود دې افغانانو له عزت او تحفظ ورکړېدے ۔ د کډوالو نړي واله ورځ په داسې مهال نمانځلي شي چې په غزه د اسرائيل جارحيت لوجې د لکونو فلسطنيان بے کوره شويدي د ايران او اسرائيل ترمينځ روانه شخړې او په ممکنه توګه دواړو ملکونو ترمينځ جنګ اوږيدو لوجې هم د لکونو کسان د بے کوره کيدو انديښنه ده ۔