تازه خبرونه

پاکستان ۔ امريکې تعلقاتو کښې مهم پرمختګ، صدر ټرمپ او فيلډمارشل عاصم منيرترمينځ نن واشنګټن کښې ملاقات کيږي،دوه اړخيزه اړيکو،علاقائي سلامتيا په صورتحال به خبرې کيږي

پاک ۔ هند تاؤتريخوالي او مشرقي وسطي صورتحال په رڼا کښې د عاصم منير او ټرمپ ملاقات خصوصي اهميت لري،هندحکومت دې ملاقات نه پريشانه،مودي د ټرمپ سره ټيلفونک رابطه کړې
فيلډمارشل عاصم منير دوره امريکه،مهم ملاقاتونه

پاک امريکه تعلقاتو پراختيا او د هند حکومت پريشاني

د منطقې موجوده صورتحال په تناظر کښې فيلډ مارشل عاصم منير او امريکني صدر ډونلډټرمپ ترمينځ کيدونکې ملاقات د دواړو ملکونو په تعلقاتو کښې غيرمعمولي پرمختګ ګڼلې کيږي، د وائټ هاؤس ترجمان هم د جنرل عاصم منير او ډونلډټرمپ د ملاقات تصديق کړېدے ۔

د ترجمان لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د صدر ټرمپ د روزمره ملاقاتونو شيډول ترمخه د امريکې د وخت مطابق ماسپخين يوه بجه به د پاک پوځ سرلښکر د صدر ټرمپ سره ملاقات کوي ۔ پاکستان د وخت مطابق به دا ملاقات د شپے لس بجے وي ۔

ملاقات په مهال صدر ډونلډټرمپ د فيلډ مارشل عاصم منير په درناوے کښې د غرمې د روټۍ اهتمام هم کړېدے ۔ د دواړو مشرانو ترمينځ دا ملاقات به د وائټ هاؤس په کيبنټ روم کښې کيږي ، د وائټ هاؤس ترجمان بيان ترمخه ملاقات دوران به خبريالانو ته کيبټ روم ته د تلو اجازت نه وي ۔

د پاکستان او امريکې اړيکو،د پاک هند تاؤتريخوالي وروستو پيدا شوي صورتحال او په خصوصي توګه د ايران او اسرائيل ترمينځ روانې جهګړې په معاملو به دې ملاقات کښې خبرې کيږي، امکان دے چې صدر ټرمپ به په ايکس پاڼه د دې ملاقات تفصيلات شيئر کړي ۔

آئي ايس پي آر لخوا هم د دې ملاقات تفصيلات ميډيا سره شريک کولو امکان دے ۔ سفارتي سرچينو د چيف آف آرمي سټاف او امريکني صدر دا ملاقات غيرمعمولي ګرځولي دے، په داسې حال کښې چې د پاکستان په ګاونډي ملک ايران باندې د اسرائيل حملې جاري دي او د دواړو ملکونو ترمينځ روانه شخړه او جهګړه نوره سيوا کيدو انديښنه ده د دې ملاقات په حواله مختلف قسم ګنګوسې په سوشل ميډيا روانې دے او د ايران نه علاوه د نړۍ نورو ملکونو سربراهانو سترګې هم د دې ملاقات او په ممکنه توګه رامخې ته کيدونکي نتائجو په طرف دي ۔

ډي جي آئي ايس آئي ليفټنټ جنرل عاصم ملک،ډي جي ملټري آپريشن او د کورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي هم د فيلډمارشل سره د واشنګټن په دوره دے،دا واضحه نه ده چې ټرمپ او فيلډمارشل ترمينځ کيدونکې ملاقات کښې به هغه سره تلونکي وفد نور ممبران شامل وي او کنه؟ د امريکائي رسنيو رپورټونو ترمخه فيلډمارشل عاصم منير به د امريکې وزير خارجه مارکو روبيو او وزير دفاع پيټ هيګيسټ نه علاوه نور اعلي عسکري قيادت سره هم ملاقاتونه کوي ۔

دې نه مخکښې فيلډ مارشل سره واشنګټن کښې د اوورسيز پاکستاني کميونټي ممبرانو ملاقات کړي وو او د هغه په درناوے کښې ئې د خصوصي دستورې اهتمام کړي وو، فيلډمارشل عاصم منير دې دستورې ته وينا هم کړي وه ۔ د فيلډ مارشل عاصم منير امريکې دورې او ملاقاتونو هندحکومت پريشانه کړيدے، د صدر ټرمپ او فيلډمارشل عاصم منير د ملاقات نه مخکښې د هند وزيراعظم نريندر مودي د صدر ټرمپ سره د ټيلفون د لارې خبرې کړيدي،د هند سيکرټري خارجه وکرم مسري وائي چې وزيراعظم نريندر مودي امريکائي صدر ته وئيلي دي چې پاکستان سره روانه شخړه باندې د دريم فريق د ثالثې کردار به هند قبول نه کړي ۔

ياده دې وي چې د پاکستان او هند ترمينځ جنګ بندۍ کښې امريکني صدر ټرمپ مهم کردار ادا کړي وو او د هغه په وينا او اپيل دواړو ملکونو په يو بل حملې بند کړي وې ۔

هند حکومتي وزيرانو د امريکني صدر د دې کردار ستائينه هم کړي وه ولې اوس د فيلډ مارشل د واشنګتن دورې او هلته کيدونکي ملاقاتونو دوران هند حکومت وائي چې پاکستان سره تاؤ تريخوالي کمولو کښې دې بل ملک مداخلت نه کوي ۔

Related Articles

د پاکستان لومړي وزیر شہباز شریف د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره وکتل، څو د دواړو هېوادونو اړیکې او اقتصادي همکاري په ستراتیژیکه کچه نوره هم پیاوړې شي۔

February 25, 2026

شننه ښيي چې د پاکستان تحريک انصاف پلویان په انلاین نړۍ کې ټاکلې همدردي ښيي، د ښځو د حقونو موضوع د سیاسي پیغام رسولو لپاره کاروي، نه د ثابتو اصولو پر اساس.

February 25, 2026

طلال چودري ترکیې ته خپل بریالی سفر بشپړ کړ، د دوه‌ اړخیزې همکارۍ په برخه کې یې د ترهګرۍ ضد، امنیتي، او د مخدره توکو د مخنیوي هڅې پیاوړې کړې

February 25, 2026

د امیسټي انټرنیشنل د سویلې آسیا د بې‌طرفۍ، د کارکوونکو په ټاکنه، او په سیمه‌ییزو راپورونو کې د هندي دولت د احتمالي نفوذ په اړه اندېښنې راپورته شوي

February 25, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *