تازه خبرونه

ايران ۔ اسرائيل تاؤ تريخوالې ،دواړو ملکونو په يوبل حملې جاري ساتلي دي،بلوچستان کښې ايران سره تړلي پولې بند کړي شويدي

ايران حکومت جنګ بندۍ په حواله د قطر او عمان وړانديز رد کړې،صدر ټرمپ هم دې جنګ کښې د شامليدو اشاره ورکړېده
د ايران او اسرائيل ترمينځ روان جنګ او نړي وال کوششونه

اسرائيل ۔ ايران حملو کښې نور هم شدت،په لويه پيمانه نقصانات

ايران پرله پسې په دريمه شپه هم په اسرائيل ګڼ شمير بيلسټک ميزائيلي داغلي دي،د ايران حملو په تل ابيب،مقبوضه بيت المقدس او حيفه ښارونو کښې په لويه پيمانه تباه خوره کړيده ،14 نور اسرائيلي وګړي وژلي شوي او په سوؤنو ژوبل شويدي ۔

د ايران سرکاري رسنيې وائي چې د سلو نه سيوا ميزائيل حملو کښې د اسرائيل پوځي،جوهري تنصيات، د وسلې ذخيره کونکي مرکزونه او پاورپلانټونه په نښه کړي شوي وو خو اسرائيل وائي چې ايران په عامه آبادې حملې کوي او زياتره ميزائيل هدف ته رسيدو نه مخکښې تباه کړي شويدي ۔

دواړو فريقينو ترمينځ جنګ بندۍ لپاره قطر او عمان کوششونه شورو کړيدي دواړو ملکونو د ايران او اسرائيل حکومتي چارواکو سره بيک ډور رابطې کړيدي ولې ايران وئيلي دي چې ترڅو د اسرائيل حملې بند شوي نه وي د جنګ بندۍ په حواله هيڅ قسم مذاکرات نشي کيدې او په اسرائيل به حملې جاري وي ۔ اسرائيل هم په تهران،اصفهان او مشهد ښارونو تازه فضائي حملې کړيدي ۔

د اسرائيل وزيراعظم نتن ياهو وئيلي دي چې اوسني حملو کښې د ايران د پاسداران انقلاب انټلي جنس يونټ مشرمحمدکاظمي او د هغه مرستيال حسن محقق هم وژلي شوېدے، د ايران رسنيو د صحت محکمې د چارواکو په حواله وئيلي دي چې د اسرائيل په فضائي حملو کښې اوسه پورې 220 نه سيوا کسان مړه او په سوؤنو نور ژوبل شويدي ۔

امريکني صدر ډونلډټرمپ هم د ايران او اسرائيل ترمينځ روانه جهګړه کښې د شامليدو اشاره ورکړيده، نيويارک کښې امريکني خبريال ريچل سکاټ سره

غيررسمي خبرو دوران صدر ټرمپ وئيلي دي چې په ايران د اسرائيل حملو کښې د امريکې هيڅ کردار نه وو او نه امريکه څه قسمه پوځي کارروائي کښې برخه اخستي ده،ټرمپ وائي چې هغه د دواړو ملکونو ترمينځ تاؤ تريخوالي د کمولو لپاره کردار ادا کولې شي په دې حواله د روس صدر پوټن هم د ثالثې کردار ادا کولو وړانديز کړېدے ۔ د يوې پوښتنې په جواب کښې صدر ټرمپ ووئيل چې د مشرقي وسطي صورتحال نور خرابيدو نه بچ کولو او د ايران او اسرائيل ترمينځ امن معاهدې لپاره په نړي وال کچ کوششونه جاري دے اميد لرو چې دواړه فريقين به مذاکراتو له تيار شي ، ايران اسرائيل جنګ کښې د امريکې د ممکنه شموليت په حواله ټرمپ ووئيل چې دې جهګړې سره د امريکې هيڅ کار نشته که ممکن وه نو امريکه هم دې جنګ کښې شامليدې شي ۔


د ايران او اسرائيل جهګړې لوجې بلوچستان حکومت ايران سره ټرلي علاقو ټول کراسنګ پوائنټونه بندکړيدي،د بلوچستان حکومتي ترجمان ترمخه ګوادر،پنجګور،چاغي،کيچ او واشګ ضلعو کښې ايران سره ټرلې پولو باندې د پاکستان له طرفه ايران ته د خلکو ته تلو بنديز لګولې شوېدے ولې د ايران نه کسان پاکستان ته راتللې شي او د دواړو ملکونو ترمينځ تجارتي هلې ځلې هم بحال دي ۔

Related Articles

شنونکي وايي د هند دوه‌ګونې تګلاره د لوېدیځ باور کمزوری کوي او په سویلي اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي

January 27, 2026

فرانسوي چارواکو ټانکر د مارسیل ښار ته نږدې د فوس-سور-میر ساحلي بندر ته د پلټنو لپاره اړولې دې

January 27, 2026

د پاکستان په بیله بیلو صوبو خیبر پښتونخوا، پنجاب ،سندهه او بلوچستان کې د امریکا لنکن کارنر فعالیتونه ددې صوبو د ځوانانو او نورو مسلکی کسانو په روزنه او دوی په مثبتو فعالیتونو کې بوخت کولو لپاره رول لوبوي

January 27, 2026

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *