تازه خبرونه

پاکستان به په انټرنیشنل فورم ایران سره همکاري کوي: د پاکستان دفاع وزیر

د اسرایل لاسونه د غزا د مسلمانانو په وینو سره ده ، مونږ ی کله هم ملګرتیا نه کوو: خواجه آصف
د پاکستان دفاع وزیر

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د قامي اسمبلۍ په غونډه کې څرګندونه کې ایران سره خواخوږي څرګنده کړې ده

په داسې وخت کې چې د پاکستان سفیر د ملګري ملتونو د امنیتي شورا په غونډه کې د اسرایل لوري په ایران برید په کلکه غندلې ، د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف هم د پارلیمان قومي اسمبلۍ غونډه کې د اسرایل برید په اړه څرګندونې کړي او دا برید ی غیرعادلانه ګرځولې دې.

د اسرائیل په ایران باندې د برید په اړه د دفاع وزیر وویل چې د اسرائیل لاسونه د فلسطینیانو او مسلمانانو په وینو سره شوي دي، هغه زیاته کړه چې اسرایل ته باید لاس ورنکړل شي.

د فاع وزیر اوویل چې پاکستان له لومړۍ ورځې څخه پر خپل دریځ ولاړ دی، مونږ له اسرائیل سره هېڅ ډول اړیکې نه دي جوړې کړې.

هغه اوویل او پوښتنه ی وکړه چې تیرو ورځو کې یو شمېرپاکستاني نژاد کستاان اسرائیل ته تللي وو، هغه اوویل پوښتنه را ولاړیږي چې چا دوی ته سپانسر ورکړې او معلومه نه ده.

هغه دا هم وویل چې مونږ د ایران ترڅنګ یو او پاکستان به په نړیوالو فورمونو کې د ایران ملاتړ وکړي.

دلته دا خبره مهمه ده او باید چې یادونه ی وشی چې د ملګري ملتونو د امنیتي شورا په غونډه کې د پاکستان سفیر عاصم افتخار احمد هم د اسرایل لوري په اسلامي جمهوریه ایران باندې برید په کلکه غندلې دې او د شهید شوو ایرانیانو او د مالي زیان په اړه ی ایران سره په بشپړه توګه د یووالي څرګندونه کړي او ایران ته ی د مالي او ځاني زیان لپاره تسلي ورکړې ده

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *