تازه خبرونه

اسرائيل ۔ ايران تاؤ تريخوالې،په اسرائيل د ايران بيلسټک ميزائلو حملو لوئي نقصانات کړي،د اسرائيل ائيرډيفنس سسټم ناکاره

ايران د خپل دفاع حق لري،که اسرائيل خلاف مسلمان ملکونه متحد نه شو نو سبا په دوي هم حملې کيدې شي،خواجه آصف

1 min read

په اسرائيل د ايران ميزائلو حملې، حساس تنصيبات تباه

ايران ۔ اسرائيل حملې، مشرقي وسطي صورتحال قابو نه بهر

June 14, 2025

د مشرقي وسطي صورتحال خطرناک حده پورې خراب شوېدے،په ايران د اسرائيل فضائي حملو،آرمي چيف،پاسداران انقلاب مشر او ايټمي سائنسدانانو د مرګ بدل اخستو لپاره ايران د اسرائيل خلاف د “وعده صادق تهري” په نوم جوابي کارروائي شوروکړيده د اسرائيل په تل ابيب،يروشلم،ګش دان او نورو ښارونو باندې ايران بيلسټک ميزائيلې داغلي دي چې پکښې پوځي او جوهري تنصيات په نښه کړي شوي وو۔

ايران سرکاري ميډيا دعوي کړيده چې هائيپرسانک ميزائلو د تل ابيب ښار نه علاوه د اسرائيل په شمالي علاقو کښې په لويه پيمانه تباه خوره کړېده ۔ بهرملکي رسنيو ترمخه د اسرائيل ائيرډيفنس سسټم د ايران ميزائلو مقابله کولو کښې ناکامه شوېدے دې حملو لوجې شپږ تنه وژلي شوي او د شپيتو نه سيوا ژوبل شويدي ۔ د ايران پاسداران انقلاب ترجمان وائي چې دا حملې د ايران حکومتي اهلکارو او د عام کسانو د شهادت بدل وو جوابي حملو کښې نور هم شدت راوستو خبردارې ئې ورکړېدے ۔ په اسرائيل جوابي حملو وروستو د ايران مختلف ښارونو کښې خلک په سړکونو راوتي وو او په تل ابيب ئې بيلسټک ميزائيل داغلو په خوشحالۍ کښې جشن نمانځلې دے ۔

اسرائيلي وزيراعظم نيتن ياهو د ايران په ميزائل حملو سخت ردعمل ښودلې دے او وئيلي ئي دي چې ايران له به د دې حملو لوئي قيمت ادا کول وي ۔ اسرائيل په ايران نورې حملي کړيدي او تهران کښې ئې د ايران يو ريډار سائيټ او نورې ودانې په نښه کړي وو د حملو نه پس تهران پارس،مهرآباد او حکيميه سيمو کښې د چاودنو آوازونه اوريدلي شوي وو۔ د ايران رسنيو رپورټونو ترمخه د اسرائيل حملو لوجې اوسه پورې 78 کسان مړه او300 نه زيات ژوبل شويدي ۔ قامي اسمبلۍ کښې په ايران د اسرائيل حملو په معامله بحث شوېدے، اجلاس ته د وينا په وخت وزير دفاع خواجه آصف د اسرائيل حملې د ظلمونو انتها ګرځولي ده او وئيلي ئي دي چې د آزمائش په دې لمحاتو کښې د ايران اولس سره ولاړ يو،خواجه آصف د مشرقي وسطي په صورتحال غور لپاره د او آئي سي اجلاس رابللو مطالبه کړيده او وئيلي ئي دي چې فلسطين،يمن او ايران باندې د اسرائيل په حملو نور خاموشه پاتې کيدل نه دي پکار۔

د خواجه آصف وينا وه چې د اسرائيل د جارحيت خلاف يورپي يونين او مغربي نړۍ کښې احتجاجونه کيږي خو د بده مرغه مسلمان ملکونه په دې خاموشه دي که چرې مونږ د اسرائيل خلاف يو موټي نه شو نو سبا اسرائيل د بل ملک د خپلواکۍ خلاف وزري هم کولې شي ۔ د ايران خارجه وزير عباس عراقچي او د پاکستان هم منصب اسحاق ډار ترمينځ ټيلفونک رابطه شويده چې پکښې د اسرائيل حملو نه وروستو پيدا شوي صورتحال باندې خبرې شويدي، دواړو مشرانو د اسرائيل د حملو مذمت کړې او دا ئې د سيمې سلامتيا لپاره خطرناک ګرځولي دي،اسحاق ډار د اسرائيل حملې د علاقائي سالميت او د ايران خپلواکې خلاف ورزي ګرځولي ده او د ايران ملاټر جاري ساتلو د عزم اظهار ئې کړېدے ۔

ايران او اسرائيل ترمينځ تاو تريخوالې د ختمولو لپاره په نړي واله کچ کوششونه جاري دي،د روس صدر ولادي مير پوټن د دواړو ملکونو شخړه هوارولو لپاره د دريم ګړي کردار ادا کولو وړانديز کړېدے،د متحده قامونو جنرل سيکرټري انتونيوګوټريس يو وارې بيا دواړو فريقينوته اپيل کړېدے چې د تحمل مظاهره دې وکړي په ايکس پاڼه ورکړي شوي بيان کښې ګوټريس وئيلي دي چې د ايران په جوهري تنصيباتو د اسرائيل حملې او په جواب کښې په تل ابيب د ميزائيلو حملونه ثابت شويده چې مشرقي وسطي کښې کشيدګي سيوا کيږي دا ختمول پکار دي ۔

Related Articles

د پاکستان دفاعي ځواکونو مشر او فیلډ مارشل جنرال عاصم منیر ویلي دي چې افغانستان ته مو روښانه دریځ وړاندې کړې دې، یا دې له خوارجو سره ودریږي او یا پاکستان سره

December 8, 2025

امریکا حکومت د هغو کسانو ګرین کارتونه چې د “اړوند هېوادونو” اتباع دي، د بیا ارزونې پرېکړه کړې، چی پکې افغانستان هم شامل دي

December 8, 2025

سیګار راپور وایی چې ناقانونه ګرځولې ډله تحریک طالبان پاکستان افغانستان کې روزنیز مرکزونه لري او القاعده ډلې سره ګډ ټریننګونه کوي

December 8, 2025

پاک افغان سرحد په تړلو جلال آباد کې افغان سوداګرو سختې اندیښنې څرګندونه کړې ده

December 8, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *