تازه خبرونه

د خیبر پښتونخوا صوبایی حکومت لپاره د کال ۲۶-۲۰۲۵ بجټ وړاندې کړې شو

صوبایی د خزانې وزیر افتاب عالم خان د ۲۱۱۹ اربه روپو سرپلس بجټ اسمبلې ته وړاندې کړو، ۱۰ سلنه د سرکاري اهلکارو په تخواګانو او ۷ سلنه زیاتې په پنشن کې اعلان شو
د پوهنتونونو بوديجه له ۳ اربو څخه ۱۰ اربو ته زياته شوې، د درې نيمو اربو په لګښت د ۵ نويو کالجونو د جوړولو پروژه، بې وسه او يتيمو زده کوونکو لپاره د وړيا زده کړو پروګرام پيل شوی، او د پوليسو لپاره د وسلو او موټرو اخستلو لپاره ۱۳ اربه روپۍ ځانګړې شوې دي۔

د خیبر پښتونخوا صوبایی بجټ وړمه ورځ په صوبایی اسمبلۍ تالار کې وړاندې شو

د خيبر پښتونخوا حکومت د 2025-26 مالي کال لپاره 2119 اربه روپيو سرپلس (زیاتې) بوديجه اسمبلۍ ته وړاندې کړه، چې پکې د دولتي کارکوونکو تنخواوې 10 سلنه او تقاعد (پنشن) 7 سلنه زياتې شوې دي۔

د تفصيلاتو له مخې، د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ غونډه د سپيکر بابر سليم سواتي تر مشرۍ لاندې وشوه، چې پکې د قانون او ماليې صوبايي وزير آفتاب عالم بوديجه وړاندې کړه۔ په بوديجه کې د اې ډي پي، کلیز پرمختیایی پروګرام لپاره لپاره 547 اربه روپۍ ځانګړې شوې دي۔

د نوي مالي کال بوديجه کې د حکومت له خوا اعلان شوی چې د صوبې په کچه د کم تر کمه مياشتنۍ مزدوري 36 زره روپيو نه 40 زره روپيو ته لوړه شوې ده۔

د ماليې وزير آفتاب عالم خان د بوديجې وړاندې کولو پر مهال وويل، چې روان مالي کال کې د صوبايي حکومت له خوا 49 اربه روپۍ قرضونه ادا کړل شوي، چې پکې 18 اربه روپۍ سود (مارک اپ) شامل دی۔

د بجټ ترمخه زمونږ کور منصوبې د ۵ نورو کيمپسونو د جوړولو لپاره ۶۰ کروړه روپۍ ځانګړې شوې دي، شمالي وزيرستان او باجوړ کې د پناه ځایونو جوړول، او بونير کې د يو څو اړخيز انډور جمنازيم جوړول هم بجټ برخه ده.

په صوبايي بجټ کې د قرضونو د ادا کولو لپاره 150 اربه روپۍ “ډيبيټ مينيجمېنټ فنډ” جوړ شوی، چې تمه ده له دې فنډ څخه 17 اربه روپۍ منافع ترلاسه شي۔

په صوبایی بجټ کې له ښوونځیو څخه بهر ماشومانو ته د زده کړې د برابرولو لپاره د تعلیم بیړنی حالت (ایجوکیشن ایمرجنسي) نافذ کړی شوی او ۵ اربه روپۍ ورته ځانګړې شوې دي۔ د ګرلز کمیونټي سکولونو ښوونکو لپاره ۱ ارب ۵۹ کروړه روپۍ، او د وړيا درسي کتابونو لپاره ۸ اربه ۵۴ کروړه روپۍ ټاکل شوې دي۔

د پوهنتونونو بوديجه له ۳ اربو څخه ۱۰ اربو ته زياته شوې، د درې نيمو اربو په لګښت د ۵ نويو کالجونو د جوړولو پروژه، بې وسه او يتيمو زده کوونکو لپاره د وړيا زده کړو پروګرام پيل شوی، او د پوليسو لپاره د وسلو او موټرو اخستلو لپاره ۱۳ اربه روپۍ ځانګړې شوې دي۔

د بجټ وینا ترمخه آفتاب عالم وويل چې د تېرو وختونو د خيبرپښتونخوا حکومت مالي بوديجه ۱۰۰ اربه روپۍ سرپلس وه، خو وفاق له خوا د اين ايف سي (NFC) په برخه کې ۴۲ اربه روپۍ کسر شوی دی، او د ضم شويو ضلعو د روانو لګښتونو لپاره ۴۰ اربه روپۍ کمې ورکړل شوې دي۔

آفتاب عالم خان د بجټ په وینا کې اوویل چې د صحت لپاره ۲۸۶۰ میلیونه، د معدنیاتو لپاره ۷۰۰ میلیونه، د صنعتونو لپاره ۷۰۰ میلیونه، د حیواناتو (لایوسټاک) لپاره ۶۲۰ میلیونه، د بلدیاتو لپاره ۵۵۰ میلیونه او د سیاحت وزارت لپاره هم ۵۵۰ میلیونه روپۍ ځانګړې شوې دي۔

د قانون وزیر آفتاب عالم وویل چې کله چې وزیراعلی خیبرپښتونخوا خپله چوکۍ واخیسته، اقتصادي حالات ډېر خراب وو۔ بودیجه کې ۹۰ اربه روپۍ کم ترلاسه شوې، خو بیا هم حکومت یوه مثالي بودیجه وړاندې کړه۔

د بوديجې وينا له مخې، روان مالي کال کې ټولټال 49 اربه روپۍ قرض واپس شوی، چې پکې 18 اربه روپۍ سود هم شامل دی۔ په بوديجه کې کوم نوی ټېکس نه دی شامل شوی، خو د سيمېنتو رایلټۍ کچه زياته شوې او د ریونیو اتھارټۍ له خوا د 4 اربه 80 کروړه روپيو اضافي آمدن تمه هم کېږي۔

Related Articles

اسټرالیا له افغانستان سره د ۵۰ میلیونه ډالرو بشري مرستې اعلان کړی چې تمرکز یې پر ښځو او د هغوی پر بنسټیزو اړتیاوو دی.

January 30, 2026

د افغانستان مهاجرنیو د ثبت کمیټه وایی چې پرون ۲۴۶۹ افغان مهاجرین چې له پاکستان راستانه شوي وو په خوندي توګه ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته ولیږدول شو

January 30, 2026

ډاکټر امجد علي د فبروري پر ۳مه د شخصي حېثیت په توګه الیکشن کمیشن ته طلب شوی

January 30, 2026

د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته، طالبانو د نجونو د ثانوي او لوړو زده‌کړو دروازې وتړلې. له شپږم ټولګي پورته نجونې اوس له زده‌کړې محرومې دي، شاوخوا ۲.۲ میلیونه نجونې له دې حقه بې برخې دي.

January 30, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *