تازه خبرونه

صدر ټرمپ د پاکستان او هند ترمينځ د کشمير مسئله حل کولې شي،امريکې خارجه وزارت

دوه ايټمي قوتونو پاکستان او هندترمينځ جنګ بندي د صدر ټرمپ په کوششونو شوې وه،ټيمي بروس
پاکستان او امريکې تعلقاتو کښې مهم پرمختګ،د پاکستان اعلي حکومتي چارواکو د واشنګټن دورې او ملاقاتونه

پاکستان ۔امريکه تجارتي تعلقاتو کښې مهم پرمختګ، پاکستان اعلي پائي وفد د واشنګټن دوره کوي

د امريکې خارجه محکمې ترجمان ټيمي بروس ويلي دي چې صدر ډونلډ ټرمپ نړۍ کښې د نوي جنګونو خلاف دے. هغه په نړيوال کچ شخړې د مذاکراتو د لارې حل کولو کوششونه کوي، او دې سلسله کښې يې د پاکستان او هند ترمينځ روان تاؤ تريخوالې هم ختم کړي وو، چې له وجې يې دواړه ګاونډي ملکونه په جنګ بندۍ رضا شوي وو.

واشنګټن کښې پريس بريفنګ ته وينا په وخت، يو خبريال د کشمير د مسئلې په حواله د امريکې د دريم ګړي کردار متعلق پوښتنه کړې وه. د دې په جواب کښې د خارجه محکمې وياندې وويل چې د صدر ټرمپ د ادارو يا منصوبو په حواله خارجه محکمې ته څه علم نه وي، خو صدر ټرمپ دومره صلاحيت لري چې د پاکستان او هند ترمينځ د تير څو لسيزو راهيسې د شخړې سبب جوړه شوې د کشمير دا مسئله هم حل کړي.

طمع لرو چې هغه به په خپل دې څلور کلن دور حکومت کښې دا معامله ختمولې شي.

پريس بريفنګ ته وينا په مهال، ټيمي بروس د بلاول بوټو په مشرۍ کښې د پاکستان د پارليماني وفد د امريکې دورې او واشنګټن کښې شوي ملاقاتونو تفصيلات هم ميډيا نمائندګانو سره شريک کړي دي. هغه ويلي دي چې د پاکستان وفد د خپلې دورې په مهال د انډر سيکرټري ايليس هوکر سره ملاقات کړی وو، او ورسره يې د دواړو ملکونو اړيکو، ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ، او د سيمې سيکيورټۍ په معاملو خبرې کړې دي.

د امريکې د خارجه محکمې د ترجمان بيان په داسې وخت راغلی، چې د پاکستان يو پرائيوټ ټي وي چينل د سرکاري سرچينو په حواله ويلي دي چې فيلډمارشل عاصم منير د امريکې اعلي حکومتي او فوجي چارواکو سره د ملاقاتونو لپاره د واشنګټن په دوره دے، او هغه به څلور ورځې په امريکه کښې د خپل قيام دوران مهم ملاقاتونه کوي.

بلخوا، د امريکې او پاکستان ترمينځ تجارتي تعاون په حواله هم واشنګټن کښې مذاکرات کيږي. د خزانې وزارت سرچينو ترمخه، د سيکرټري تجارت جواد پال په مشرۍ کښې د پاکستان اعلي پائي وفد راتلونکي څو ورځو کښې د امريکې دوره کوي.

د دې دورې مقصد د پاکستان او امريکې ترمينځ تجارتي حجم سيوا کول، د مختلف څيزونو په برآمداتو او درآمداتو باندې د محصولاتو شرح کښې رد و بدل، او تجارت په حواله مختلفو شعبو کښې د امريکايي چارواکو سره مذاکرات کول دي.

Related Articles

قطر د سایبر جرمونو د قانون لاندې د آنلاین درواغو خپرولو په تور ۳۱۳ کسان ونیول، او په ډیجیټل ازادۍ کې د مسؤلیت ټینګار یې وکړ

March 10, 2026

د پاکستان تحریک انصاف مشران د محکمې غونډو ته نه ځي، چې د خلکو د عدالت غوښتنې سره په ټکر کې دي او د حساب ورکونې په اړه پوښتنې راپورته کوي

March 10, 2026

پاکستان د بهرنیو زېرمو د ساتنې لپاره د پټرول او ډیزل بیې لوړې کړې، اقتصادي ثبات یې د لنډمهاله تېلو د ارزانه کولو پر ځای لومړیتوب ورکړ

March 10, 2026

چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د افغانستان د فعالو ترهګرو ډلو په اړه خبرداری ورکړ او په سیمه کې یې د ترهګرۍ ضد همکارۍ د پیاوړتیا غوښتنه وکړه

March 10, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *