تازه خبرونه

وزيراعظم شهبازشريف ۔ سعودي ولي عهدمحمد بن سلمان ملاقات،دوه اړخيزه اړيکې،سټريټجکي تعلقات پراخه کولوعزم اظهار

جنوبي ايشيا امن لپاره ټولي کشالې مذاکراتو دحل کولو پکار دي،وزيراعظم ، سعودي ولي عهد
پاکستان او سعودي عرب د سيمي استحکام لپاره په شريکه کار کولو فيصله کړې

سعودي عرب د جنوبي ايشيا امن لپاره د پاکستان د کردار ستائينه کړې

وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب کامياب دوره مکمل کولو نه پس ملک ته واپس راغلې دے،د خپلې دورې په مهال وزيراعظم د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان سره ملاقات کړېدے۔ دواړؤ مشرانو د پاکستان او سعودي عرب ترمينځ تعلقاتو په مضبوطتيا،تجارت ،سرمايه کارۍ بشمول نورو شعبو کښې تعاون سيوا کولو او د سيمي سيکيورټۍ په صورتحال خبرې کړيدي، وزيراعظم شهباز شريف د پهلګام حملې وروستو د پاکستان خلاف هندي جارحيت،بغير د څه اشتعال د پاکستان په مختلف سيمو بهارتي حملې او د دې په رد عمل کښې د پاکستان جوابي کارروائۍ په معاملو خبري کړيدي،وزير اعظم شهباز شريف د هند او پاکستان ترمينځ پيدا شوي تاؤ تريخوالي دوران د سعودي عرب د حکومت د غوره کردار او د سيمي امن بحالۍ لپاره شوي کوششونو ستائينه کړيده ،وزيراعظم وئيلي دي چې جنوبي ايشيا کښې د پائيدار امن لپاره د مذاکراتو د لارې ټولې کشالي هوارول ضروري دي تر څو چې د کشمير مسئله نه وي حل شوے د پاکستان او هند ترمينځ کشيدګي هم نشي ختميدے۔محمد بن سلمان او وزيراعظم شهباز شريف د غزه په موجوده صورتحال د تشويش اظهار کړيدے او د اسرائيل حملې ئي د بشري حقونو خلاف ورزۍ ګرځولي دي دواړو مشرانو د فلسطين د مسئلي هواري لپاره خپل ملاټر جاري ساتلو د عزم اظهار کړيدے۔د دې ملاقات په حواله وزيراعظم هاؤس نه جاري شوي اعلاميه کښې وئيلي شويدي چې دا ملاقات په ډير ښه انداز کښې شوېدے،د سعودي ولي عهد د سيمي امن لپاره د پاکستان د کردار تعريف کړيدے۔ دواړو مشرانو د پاکستان او سعودي عرب ترمينځ موجوده تعلقات نور هم ښه کولو او سټريټجک شراکت داري سيوا کولو باندې اتفاق کړيدے۔ په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف محمد بن سلمان له د پاکستان د دوري بلنه ورکړيده کومه چې هغه قبول کړيده او وئيلي ئي دي چې ډير زر به هغه د پاکستان دوره کوي۔ سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د وزيراعظم او پاکستاني وفد په درناوے کښې په شاهي ديوان کښې خصوصي ظهرانه هم ورکړي وه۔ وزيراعظم سره د سعودي عرب په دوره تلونکي وفد کښې فيلډ مارشل عاصم منير،خارجه وزير اسحاق ډار،وزيراطلاعات عطا تارړ هم شامل وو،د خپلې دوه ورځني دورې په مهال وزيراعظم شهبازشريف، فيلډ مارشل عاصم منير او پاکستاني وفد عمره هم ادا کړې وې په دې موقع وزيراعظم لپاره د خانه کعبې دروازه په خصوصي توګه کهلاؤ کړي شوي وه۔ وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل عاصم منير په حرم شريف کښې نفلونه ادا کړيدي،د ملک د سلامتيا او استحکام لپاره ئې دعاګانې غوښتې دي، معرکه حق آپريشن دوران هند ته ماتي ورکولو باندې ئي د الله تعالي شکريه ادا کړيده، وزيراعظم له د سعودي عرب د دې دورې بلنه ولي عهد محمد بن سلمان ورکړي وه۔

Related Articles

مجتبی خامنه‌اي د علي خامنه‌اي تر مړينې وروسته د سيمې په کړکېچني حالاتو او سياسي ننګونو کې د ايران د نوي ستر مشر په توګه ټاکل شوی دی

March 9, 2026

د افغانستان خوست ولایت څخه هاوان د شمالي وزیرستان په ګل لک خېل کلي ولګېد، یو ماشوم ووژل شو او څلور نور ټپیان شول

March 9, 2026

د سفارتي سرچینو له مخې څرګنده شوې ده چې د کابل په ګرین زون کې د ټي ټي پي مشر نور ولي محسود او نور مطلوب وسله وال جنګیالي پناه اخلي. د دې وضعیت له امله اندېښنه شته چې ښايي بهرني ډیپلوماتان اړ شي کابل پرېږدي

March 9, 2026

د زده کړو حق د هیچا نه اخیستل کېدای نشي؛ افغان نجونې لا هم د تعلیم او ازادۍ لپاره مبارزه کوي. ستاسو ملاتړ د هغوی راتلونکی رڼا کوي

March 8, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *