تازه خبرونه

په سفارتي ميدان هند ته شکست،د نريندرمودي بالادستي مو ختم کړېده،اسحاق ډار

افغانستان سره د پاکستان اړيکي ښه شويدي،د افغان دولت پاليسي بدل شويده،وزيرخارجه
پاکستان او افغانستان ترمينځ بے باوري ختم شوېده

په سفارتي سطح د پاکستان مهمه کاميابي،سلامتي کونسل صدارت به کوي

خارجه وزير اسحاق ډار د خارجه وزارت دفتر کښې ميډيا ته بريفنګ ورکړې او وئيلي ئي دي چې هندوستان له د جنګ په محاذ عبرتناک شکست ورکولو نه پس پاکستان د بهارتي جارحيت خلاف په سفارتي مشن کښې هم کامياب شوېدے، اسحاق ډار وائي چې کامياب سفارتکارۍ په وجه د نړې ملکونو د پاکستان خلاف د بهارت منفي رويې په حواله د پاکستان دريز صحيح ګرځولي دے ۔
اسحاق ډار وائي چې د بلاول په مشرۍ کښې امريکې ته او د خصوصي معاون طارق فاطمي په مشرۍ کښې روس ته تلي پاکستاني وفدونو ملاقاتونه ډير ګټه وو او مثبت نتائج به ئې راوځي ۔ د افغانستان سره اړيکو په حواله د يوې پوښتنې په جواب کښې وزير خارجه ووئيل چې دواړو هيوادونو ترمينځ بے باوري تر ډير حده ختم شويده، سفارتي تعلقات ښه شويدي،دواړو ملکونو د ناظم الامور عهدې د سفيرانو په کچ لوړې کرې او پاکستان سره تعلق ښه کولو لپاره افغان هم منصب مولوي امير خان متقي مثبت جواب ورکړېدے ۔ اسحاق ډار وينا ترمخه بيجنګ کښې د پاکستان ۔ چين او افغانستان د خارجه وزيرانو سه فريقې غونډې په وخت هم مهم پرمختګونه رامخې ته شوي وو،سي پيک منصوبه افغانستان پورې غزولو باندې اتفاق شوېدے،دې منصوبه کښې کابل ۔ پيښور هائي وے شاملولو فيصله شويده چې مقصد ئې په معاشي توګه درې واړو ملکونو ته فائدې رسول دي ۔ اسحاق ډار زياته کړيده چې د راتلونکي مياشتې په دويشتمه نيټه به پاکستان ته د متحده قامونو د سلامتي کونسل د صدارت څوکۍ هم ملاؤ شي چې د هغې وروستو به پاکستان په نړي واله سطح د امن د قيام لپاره خپل کردار ادا کوي، سفارتي ماهرينو د پاکستان او هند ترمينځ روان تاؤ تريخوالي دوران د سلامتي کونسل صدارت پاکستان ته ملاويدل يو بله مهمه کاميابي ګني ۔

Related Articles

د اېټمي انرژۍ د نړيوالې ادارې (IAEA) د مدیره پلاوي ځانګړې ناسته جوړه شوې ده څو په ایران کې د وروستیو پرمختګونو او د اټمي خوندیتوب د اندېښنو په اړه بحث وکړي

March 2, 2026

د ایران دولتي رسنیو تایید وکړ چې د ایران لوړ مشر آیت‌الله علی خامنه‌‎ای په بریدونو کې وژل شوی، چې د منځني ختیځ کړکېچ نوره هم زیات کړی دی

March 2, 2026

طالبانو د امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو غندنه وکړه خو د ایران د لوړې مشر د مرګ په اړه یې څه ونه ویل

March 2, 2026

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف له بحرین سره د‎ ملاتړ ډاډ ورکړ او د سیمې د ثبات لپاره د احتياط غوښتنه وکړه

March 2, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *