تازه خبرونه

هند سره غيرمشروط امن غواړو،” آئي ايس آئي” او “را” دې د سيمې امن لپاره مذاکرات وکړي،بلاول

نريندر مودي او اسرائيلي وزيراعظم دواړه د انسانيت قاتلان دي،بلاول
د پاکستان او هند ترمينځ شخړې صرف د خبرو د لارې حل کيدې شي

د متحده قامونو جنرل سيکرټري ۔ جنرل اسمبلۍ صدر سره پاکستان پارليماني وفد ملاقاتونه

پيپلزپارټۍ د چيئرمين بلاول بهټو زرداري په مشرۍ کښې د پاکستان پارليماني وفد نيويارک کښې د متحده قامونو د جنرل سيکرټري انتونيوګوټريس او د جنرل اسمبلۍ د صدر فيليمون يانګ سره ملاقاتونه کړيدي او ورسره ئې د جنوبي ايشيا سيکيورټۍ او د هند او پاکستان ترمينځ پيدا شوي تاؤ تريخوالي په معاملو خبرې کړيدي ۔ د ملاقاتونو دوران پاکستاني وفد د پهلګام حملې نه پس د هندوستاني حکومت اقداماتو او سيمه د عدم استحکام ښکار کولو په حواله د نريندر مودي د عزائمو نه د متحده قامونو مشران خبر کړيدي ۔ بلاول بهټو زرداري د هند لخوا په پاکستان لګولي شوي ټول تورونه بے بنياده ګرځولي دي او وئيلي ئي دي چې د بهارتي حکومت لخوا د سند طاس معاهدې يک طرفه معطلي به د سيمي امن لپاره خطرناک نتائج ولري ۔دې ملاقاتونو دوران پاکستاني وفد د جنرل اسمبلۍ صدر او د متحده قامونو جنرل سيکرټري باندې زور راوړېدے چې د کشمير مسئلې د پائيدار حل لپاره د متحده قامونو د قراردادونو مطابق دواړو ملکونو ترمينځ مذاکرات د بحالولو لپاره دې کردار ادا کړي ۔ بلاول د متحده قامونو جنرل سيکرټري انتونيو ګوټريس ته د وزيراعظم شهباز شريف لخوا تحريري پيغام وړاندې کړېدے ، پيغام کښې وزيراعظم د سيمې کشيدګې په حواله د پاکستان انديښنې څرګند کړي او امن قيام په حواله ئې خپل تجاويز وړاندې کړيدي ۔ د ملاقاتونو وروستو ميډيا نمائندګانو سره خبرو په وخت بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې هند بغير د څه ثبوت پهلګام حملې ذمه وار پاکستان ګرځولي وو او وروستو ئې د جارحيت مظاهره هم کړې وه خو پاک فوج ورله داسې جواب ورکړېدے چې ټول عمر به ئې ياد ساتي ۔ بلاول د هند وزيراعظم نريند مودي د اسرائيلي وزيراعظم ياهو يو ناقصه فوټو کاپي ګرځولي ده او وئيلي ئي دي چې د دواړو پاليسۍ د انسانيت قتل عام او امن خرابول دي ۔د بلاول وينا وه چې معرکه حق آپريشن دوران پاکستان د هند شل الوتکې هم راغورځولې شوے خو پاک فضائيه ورله شپږ الوتکي ګوزار کړيدي ۔ د يو رپورټر د سوال په جواب کښې بلاول ووئيل چې ټول مسائل د خبرو د لارې حل کيدې شي،پاکستان هند سره امن غواړي خو د نريندر مودي په شرطونو دا مسئله نه حل کيږي ۔ بلاول بهټو زرداري تجويز وړاندې کړېدے چې د سيمې امن د بحالۍ او د ترهه ګرۍ د خاتمے لپاره دې د پاکستان استخباراتي ادارے” آئي ايس آئي” او د هند ادارے “را” ترمينځ دې مذاکرات وشي ۔ د نيويارک د دورې نه پس د پاکستان پارليماني وفد امريکني چارواکو سره ملاقاتونو لپاره واشنګټن ته تلې دے

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *