تازه خبرونه

دپنجاب او خېبر پښتونخوا په سرحدي سیمه کې دپولېسو او ترهګرو نښته شوې، پولېسو څلور ترهګر وژلي

ترهګرو سره د پولېسو نښته داسې وخت کې شوې چې دوه ورځې وړاندې بلوڅ بیلتون خوښې ډلې په سوراب ښار برېدوکړو چرته چې يو اېډېشنل ډپټي کمشنر هم شهېد کړې شو
په عکسونو کې ښکاري چې په ډېره غازي خان کې د وژل شوو ترهګرو څخه ګنړ شمېر وسله او بارودي توکي د پولېسو لاس ته راغلي دي۔

تېر ماښام د پنجاب له خیبرپښتونخوا سره په ګډه پوله پروت ډیره غازي خان د کوټ مبارک په سیمه کې د پولیسو او لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترهګرو ترمنځ نښته وشوه۔
سرکاري سرچینو ترمخه، په نښته کې څلور مهم ترهګر ووژل شول.
په وژل شوو ترهګرو کې کمانډر سیف الله عرف ابو بصیر الشامي او د هغه مرستیال محمد انس هم شامل دي.
د امنیتي سرچینو په وینا، ترهګر په سیمه کې د تخریبي فعالیتونو پلان جوړولو.
دوژل شوو کسانو څخه څخه په ګنړ شمېر وسله، چاودېدونکي توکي او مهم اسناد ترلاسه شوي دي.
ددې خبرې هم باېد يادونه وشي چې د یادې ډلې لهلوري هم د خپلو غړو د وژلو کېدلو پخلی شوې دې ۔

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *