تازه خبرونه

پاک افغان بارډر سره نزدې د خیبر ضلعې په وادي تېراه کې د سېکورېټي فورسز له لوري وړېا مېډېکل کېمپ

ضلع خېبر: د تیراه ملیشیا بریګېډ له‌خوا په د خیبر ضلعې په وادي تیراه کې د وړیا طبي کېمپ تابیا شوې وه ۔
په عکسونوکې ښکاري چې ډاکټران په تېراه کې د رنځورانو معاېنه کوي۔

د ودي تیراه ملیشیا بریګېډ تر مشرۍ لاندې د بریګېډیئر عمران ارشد په سرپرستۍ کې یو ځل بیا د خیبر ضلعې په لرې پرته سېمه وادي تیراه کې د وړیا طبي کېمپ په ډېر بريالېتوب سره سرته ورسېدو، چې نظارت یې د ۵ بلوچ کمانډر لیفټیننټ کرنل حافظ عاصم رفیق وکړو. د شل تنه متخصصو ډاکټرانو ډلې د ځایي خلکو لپاره وړیا طبي معاینات او دارو درمل هم برابر کړي وو. له دې کېمپ څخه تر ۲۵۰۰ زیات نارینه، ښځو او ماشومانو ګټه واخیسته او دوې ته وړېا دارودرمل ورکړل شول۔

د لرې پرتو سیمو د مشرانو او مېرمنو د اسانتیا لپاره له کورونو څخه تر طبي کېمپ پورې وړیا ټرانسپورت انتظام هم شوی وو۔
دا کېمپ د تیراه ملیشیا او بانو بیګم فاؤنډېشن په ګډو هڅو د سیمې اولس لپاره تابیا شوې وو ۔

ځايي اولس او مشرانو د سېکورېټي فورسز ددې خېر ښېګړې کار ستاینه وکړه ۔

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *