تازه خبرونه

پاک بهارت کشيدګي،بلاول مشرې کښې پاکستان سفارتي وفد نيويارک کښې مهم ملاقاتونه کوي

بهارت د پاکستان خلاف په سفارتي سطح هم د ناکامې سره مخ شوي وو
بلاول بهټو مشرې کښې د پاکستان نهه کسيزه وفد د امريکې دوره

وزيراعظم شهباز شريف لخوا د پيپلزپارټۍ چيئرمين بلاول بهټو زرداري په مشرۍ کښې مقرر کړي شوي نهه کسيزه سفارتي وفد بهارتي جارحيت نه نړي وال ملکونه خبرولو لپاره خپل سفارتي مهم شورو کړېدے ۔د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه پاکستاني وفد نيويارک کښې اهم ملاقاتونه کوي ۔ وفد به د متحده قامونو د جنرل سيکرټري انتونيوګوټريس،د جنرل اسمبلۍ صدر فائليمن يانګ او سلامتي کونسل ممبر ملکونو د سفيرانو سره ملاقاتونه کوي۔ پاکستاني وفد به د متحده قامونو مشران او د نړي وال ملکونو سفيرانو ته د پاکستان خلاف بهارتي جارحيت په حواله تفصيلي بريفنګ ورکوي ۔ د پاکستان وفد به د او آئي سي نه علاوه د غيروابسطه ملکونو تنظيم د نمائندګانو سره هم ليده کاته کوي ۔ بلاول بهټو زرداري به خپل ملاقاتونو دوران پاکستان بدامنۍ کښې بهارتي مداخلت،د نريندر مودي لخوا په يک طرفه توګه سند طاس معاهده ختمول، کشمير کښې بهارتي رياستي دهشتګردې نه نړي وال مشران خبر وي ۔ د پاکستان سفارتي وفد کښې حنا رباني کهر،شيري رحمان،طارق فاطمي،مصدق ملک،فيصل سبزواري، تهمينه جنجوعه، بشري انجم بټ او خرم دستګير خان شامل دي ۔ د خارجه دفتر ترجمان شفقت علي خان لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې پاکستاني وفد به واشنګټن ته هم ځي او د امريکې حکومتي چارواکو،تهنک ټينک د ممبرانو او ماهرينو سره ملاقاتونه کوي ۔ پاکستاني وفد په داسې حال د امريکې دوره کوي چې دې نه مخکښې بهارت هم د پاکستان خلاف په سفارتي سطح هلې ځلې شورو کړې وې او د امريکې بشمول نوروملکونو ته ئې خپل نمائندګان ليږلي وو ولې د بهارت دا کوششونه په مکمله توګه ناکامه شوېدے ۔ دې ملکونو د پهلګام حملې نه پس د بهارتي جارحيت په مقابله کښې د پاکستان جوابي اقدامات صحيح او جائز ګرځولي وو۔د لندن،برسلز او ماسکو ملکونو ته سفر کول هم د پاکستاني سفارتي وفد دورې په شيډول کښې شامل دي

Related Articles

هغه تنظیم چې ځان د سوله ییز سیاسي تحریک په نوم یادوي، په حقیقت کې د بی ایل اې او بی ایل ایف په څېر غیرقانوني ترهګرو ډلو لپاره د انځور پاکولو او منفي پروپاګنډ پټولو کار کوي

April 29, 2026

چمن کې د افغان سرحدي ځواکونو پاروونکی اقدام؛ په ابتو کاریز کې پر کډیټ کالج د مارټر ګولیو برید، چې خوشبختانه پکې کوم ځاني زیان نه دی اوښتی

April 29, 2026

د «غضب للحق» عملیاتو لاندې د پاک-افغان پولې پر سر د افغان طالبانو او فتنې الخوارج بریدونو ته قوي ځواب؛ د چمن په سیمه کې څو پوستې او پوځي وسایط ویجاړ، دښمن شاتګ ته اړ شوی

April 29, 2026

د مقبوضه کشمیر د مغل کورنۍ د دوو وروڼو مړینې د ۲۶ کلونو په واټن سره؛ د هندي پوځ له لوري د راشد مغل په ادعا شوې جعلي نښته کې شهادت د کشمیریانو زخمونه بیا تازه کړي دي

April 29, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *