تازه خبرونه

د هند له لوري قبضه شوي کشمیر ستونزه دې د اقوام متحد د سیکوریټي کونسل پریکړې له لارې هواره شي: جنرال ساحر شمشاد مرزا

په جنوبي آسیا کې د تل پاتې امن او پرمختګ لپاره د مقبوضه کشمیر ستونزه هوارول ډیر زیات اړین شوي دي: د پاکستان د ګډو ځواکونو د کمیټۍ مشر په شنګریلا ډایلاګ غونډه کې مهمه وینا
جنرال ساحر شمشاد مرزا

د پاکستان د ګډو پوځونو د مشرانو کمیټۍ مشر، جنرال ساحر شمشاد مرزا، د ۲۰۲۵ شنگریلا ډایلاګ لوی دستورې ته وینا کړې ده.

د شنګریلا ډایلاګ غونډه په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د پاکستان او هند ترمنځ د ۷ میی جګړې ورسته د امریکا په منځګړتوب اوبند شوې دې خو د هند له لوري هره ورځ داسې بیانونه خپریږي چې دوی وس هم جنګ ته لاس وهي خو پاکستان اړوند چارواکي د هندي چارواکو ددې دړکو سخت ځوابونه ورکوي او وایی چې پاکستان په د هند د برید سخت ځواب ورکوي .

د شنګریلا ډایلاګ غونډې ته جنرال ساحر اوویل چې د پاکستان او هند ترمنځ د جنګ لامل د هند له لوري قبضه شوې کشمیر دې. هغه یو ځل بیا نړۍ ته د کمشیر ستونزه هوارولو په لور اشاره وکړه .

نوموړي اوویل چې په جنوبي اسیا کې د دوامداره سولې لپاره د کشمیر ستونزه هوارول ډیر زیات اړین دي، هغه اوویل او غوښتنه ی وکړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو پر بنسټ دې د هند له لوري قبضه شوي جمو کشمیر شخړه باید زر تر زره هواره شي.

نوموړي اوویل چې پاکستان تل د پاک-هند شخړې د سفارتي حل ملاتړ کړی دی. نوموړي وویل چې اسلام‌ آباد د همکارۍ پر بنسټ دریځ غوره کړی او له نوې ډیلي سره د سولې پر بنسټ اړیکو لپاره ی هیله څرګنده کړې، کومې چې د سیمې د ثبات او سولې لپاره ډیرې اړینې دي .

هغه زیاته کړه چې د پهلګام تر برید وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ پیل شوې شخړې د سیمې پر پرمختګ سخت منفي اغېز کړی دی.

جنرال ساحر شمشاد مرزا وویل چې اوس دا لا ډېره مهمه شوې چې د شخړو د حل پر لور ګامونه واخیستل شي، ترڅو په سیمه کې د سولې ټینګښت او د کړکیچونو مخنیوی یقیني شي.

دا خبره مهمه ده چې د شنګریلا ډایلاګ غونډه په سنګا پور کې په داسې وخت کښې تابیا شوې دې چې په دې لنډو ورځو کې هم په بلوچستان کې د بلوڅ بیلتون خوښې ډلې ،چې د هند ملاتړ ورته حاصل دې ،خونړې پیښې رامنځ ته شوي دي . وړمه ورځ هم د سوراب ښار باندې بلوڅ بیلتون خوښو برید وکړو، سرکاري ودانیو ته ی اور ورکړو او یو شمیر سرکاري موټرونو ی هم وسوځول

Related Articles

اسلام آباد د ډیپلوماټیک مرکز په توګه راڅرګندېږي؛ د امریکا او ایران خبرې د دوشنبې لپاره اټکل کېږي

April 18, 2026

د رحیمه بي بي قضیه د امنیتي ادارو هغه اندېښنې لا نورې هم پیاوړې کوي چې د ترهګرۍ په شبکو کې د ښځو کارول کېږي

April 18, 2026

ایران لا هم له امریکا سره د خبرو بل پړاو نه مني، سیمه کې تاوتریخوالی زیاتېدو اندېښنه شته

April 18, 2026

د قومونو په ژوند کې بدلون راځي؛ موږ هیله لرله، خو داسې ناڅاپي بدلون مو نه و تصور کړی

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *