تازه خبرونه

د پاکستان او ترکي استخباراتي ادارو کارروائي،د داعش ډلې مهم کمانډر ګرفتار

افغانستان او پاکستان خارجه وزيرانو په سفارتي کچ تعلقاتو کښې د اضافې هرکلې کړې
پاکستان او افغانستان تعلقاتوکښې ښه والې راغلې

د ترهه ګرو نيټ ورک خلاف د پاکستان او ترکيه انټلي جنس ادارو مشترکه کارروائۍ دوران د نړي وال ترهه ګر تنظيم داعش ډلې يو مهم کمانډر ګرفتار کړېدے ۔ د ترکيه رسنيو رپورټونو ترمخه د ترکيه او پاکستان استخباراتي ادارو اهلکارود پاکستان او افغانستان سرحدي علاقه کښې د مشترکه کارروائي دوران ابوياسر الترکي نومي د داعش ډلې ترهه ګر ګرفتار کړېدے۔ نيولي شوي ترهه ګر کمانډر د افغانستان نه پاکستان ته د داخليدو کوشش کولو۔ ابو ياسر الترکي په داعش ډله کښې خلک بهرتي کولو نګران وو هغه د ترکيه نه افغانستان ته تلې وو او د افغانستان يو جيل نه هغه څه موده مخکښې تښتيدلې وو۔ ترکيه ته مطلوب دغه ترهه ګر کمانډر په داسې حال ګرفتار کړي شوېدے چې افغان حکومت په دغه هيواد کښې ميشته د پاکستان کالعدم تنظيم ټي ټي پي د مشرانو او جنګيالو په حواله خپله پاليسۍ کښې مثبت بدلون راوستې دے ۔ بلخوا د پاکستان او افغانستان ترمينځ اړيکو کښې نور هم پرمختګ رامخې ته شوېدے۔د دواړو ملکونو خارجه وزيرانو اسحاق ډار او امير خان متقي ترمينځ د ټيلي فون د لارې خبرې شويدي۔ دواړه خارجه وزيرانو په سفارتي سطح تعلقات مضبوطيدو باندې د اطمينان اظهار کړېدے او د ناظم الامور عهده د سفير برابرولو فيصلو هرکلي ئي کړېدے۔ پاکستان خارجه وزارت ترجمان بيان ترمخه دواړو مشرانو د پاکستان،افغانستان او ازبکستان ترمينځ ريلوے منصوبې فريم ورک معاهدې ته حتمي شکل ورکولو باندې هم اتفاق کړېدے

Related Articles

رسنۍ یوازې د خبر ورکولو وسیله نه ده، بلکې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره مسؤلانه راپور ورکول هم د هغې مهمه دنده ده

April 18, 2026

بنو کې د انډس لویې لارې پر امنیتي کاروان چاودنه؛ یو سرتېری شهید او درې ژوبل، ځواکونو د سیمې ناکه بندي کړې او لټون عملیات پیل کړي دي

April 18, 2026

نړیوال اقتصادي فشار کم شوی، چې د پاکستان د ډیپلوماسۍ له امله د تېلو بیې راټیټې شوې او کړکېچ کم شوی

April 18, 2026

وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب، قطر او ترکيې له بریالي سفارتي سفر وروسته هېواد ته راستون شو، چې په لیدنو کې د سیمه‌ییز سولې او دوه‌اړخیزې همکارۍ پر مهمو پرمختګونو خبرې وشوې

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *