تازه خبرونه

وزیراعظم شهباز شریف او فیلډ مارشل عاصم منیر نن د کوټې دوره کوي

د پاکستان وزیراعظم او فیلډ مارشل د بلوچستان سفر په داسې وخت کوي چې پرون د بلوڅ بیلتون خوښو وسله والو د سوراب ښار پر سرکاري ودانیو برید وکړو او د ښار کنټرول یې ترلاسه کړو
د پاکستان وزیراعظم او د پوځ مشر او فیلډمارشل عاصم منیر

آن لاین ویب نیوز ډیسک

اسلام‌ آباد: د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او فیلډ مارشل عاصم منیر او مرکزي وزیران به نن د شنبه(خالي) په ورځ د کوټې یو ورځنی سفر وکړي. .

په دې سفر کې به د وزیراعظم شهباز شریف سره فیلډ مارشل عاصم منیر او مرکزي وزیران هم ملګري وي، چې په کوټه کې به په یوه مهمه جرګه کې ګډون وکړي. په دغه جرګه کې د بلوچستان والي جعفر خان مندوخېل، وزیراعلی سرفراز بګټي او د صوبې وزیران هم بلل شوي دي.

دا خبره مهمه ده او باید یادونه وشي چې د پاکستان وزیراعظم او د پوځ مشر او فیلډ مارشل په داسې وخت کې د بلوچستان دوره کوي چې وړمه ورځ بلوڅ بیلتون خوښي ډلې چې د هند له لوري ورته ملاتړ حاصل دې په سوراب برید وکړو او د ښار واک ی ترلاسه کړو.

د برید پر مهال د سوراب ایډیشنل کمشنر هدایت بلیدي هم ژوند له لاسه ورکړې دې او د هغوی د مړینې پخلی د بلوچستان حکومت له خوا شوې دې. .

بلوڅ بیلتون خوښو وسلوالو د سوراب ښار د پولیسو تاڼه، د نادرا دفتر، د لیویز دفتر او ګڼ شمېر نورې سرکاري ودانیو ته اور ورکړې دې، بیلتون خوښو یو شمیر سرکاري موټرونو هم سوځولي دي او سرکاري ودانۍ ی ویجاړې کړي دي.

په یاده جرګه کې به د بلوچستان د امن و امان او عمومي وضعيت په اړه خبرې وشي.

دا خبره مهمه ده او باید یادونه وشي چې د جرګې ګډون کوونکي کوم چې د صوبې د اسمبلۍ غړي، قبایلي او سیاسي مشران دي د پاکستان لوړه پوړه چارواکو له لوري به په اعتماد کښې واخستل شي.

ددې خبرې هم باید یادونه وشي چې بلوڅ بیلتون خوښې ډلې ته د هند ملاتړ حاصل دې او د حکومتي چارواکو او د میډیا رپورټونو ترمخه ددې خبرې ثبوتونه شته دې چې ددې ډلې وسله وال د هند حکومت له لوري سپورټ کیږي او ددوی روزنه کیږي چې په بلوچستان کې ترهګري وکړي او په دې صوبه کښې ناامني رامنځ ته کړي.

د پاکستان حکومتي لوړه پوړه چارواکو له لوري وخت په وخت میډیا ته داسې ثبوتونو او بیانونه ورکړل شوي چې ښایی د بلوڅ بیلتون خوښې ډلې ته د هند ملاتړ حاصل دې او دوی په بلوچستان کې ترهګري کوي چې پاکستان څخه خپله صوبه بلوچستان بیله کړي.

Related Articles

د اېټمي انرژۍ د نړيوالې ادارې (IAEA) د مدیره پلاوي ځانګړې ناسته جوړه شوې ده څو په ایران کې د وروستیو پرمختګونو او د اټمي خوندیتوب د اندېښنو په اړه بحث وکړي

March 2, 2026

د ایران دولتي رسنیو تایید وکړ چې د ایران لوړ مشر آیت‌الله علی خامنه‌‎ای په بریدونو کې وژل شوی، چې د منځني ختیځ کړکېچ نوره هم زیات کړی دی

March 2, 2026

طالبانو د امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو غندنه وکړه خو د ایران د لوړې مشر د مرګ په اړه یې څه ونه ویل

March 2, 2026

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف له بحرین سره د‎ ملاتړ ډاډ ورکړ او د سیمې د ثبات لپاره د احتياط غوښتنه وکړه

March 2, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *