تازه خبرونه

پاکستان کمزورې کولو او امن خرابولو سازشونه به ناکامه کوؤ.فيلډ مارشل عاصم منير

قامی اتفاق او یووالی لوجې مو دښمن له غبرتناک شکست ورکړې وو،آرمی چيف
هيڅوک پاکستان نشی کمزورې کولے

اميج ټائيټل:فيلډ مارشل عاصم منير

د آئي ايس پی آر له طرفه جاری شوي يو بيان کښی وئيلی شويدی چې د پاک فوج مشر فيلډ مارشل عاصم منير د کوئته کمانډ اينډ سټاف کالج دوره کړې وه.فيلډ مارشل عاصم منير د کالج افسرانو او عملې ته وينا کړېده او د ملک سيکيورټۍ په معاملو ئی خبرې کړيدي. د آرمی چيف وينا وه چې پاکستان به هیچا ته هم سر ټيټ نه کړي او د ملک نه د ترهه ګرۍ د لعنت خاتمے لپاره د پاک فوج کوششونو کښې رکاوټ پيدا کولو په حواله د دښمن ارادے به ناکامه کوؤ.فيلډ مارشل د بهارتی جارحيت دوران شهيد شوي کسانو ته خراج تحسين وړاندې کړو او وئی وئيل چې ټول اولس د ملک د دفاع لپاره د بهارت د وړاندې د اوسپنې ديوال ثابت شويدے. آرمی چيف د پاک فوج د پيشه ورانه مهارتونو ستائنه هم کړيده.خپله وينا په مهال فيلډ مارشل عاصم منير پاکستان او دې سيمې ته راپيښ د خطرو ذکر هم وکړو او خبر داری ئې ورکړيدے چې هيڅوک دې پاکستان کمزورې ملک نه ګڼی پاک فوج د هر قسم ډ خطرو د مخنيوي پورا صلاحيت لری.
فيلډ مارشل عاصم منير د سيمی د امن و استحکام لپاره د د کشمير د مسئلې حل ضروری ګرځولې دے.

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *