تازه خبرونه

د سپورټس سیالۍ راجوړول یو مثبت ګام دی، د ټورنامنټ سپانسر کول او د لوبغاړو سره د مرسته کولو لپاره له شفیق شیر آفریدی مننه کوو – معراج الدین شینواری

لنډي کوتل کې دې هم یو لوی د سپورټس کمپلیکس جوړ شي: معراج الدین شینواري

1 min read

د سپورټس سیالۍ راجوړول یو مثبت ګام دی، د ټورنامنټ سپانسر کول او د لوبغاړو سره د مرسته کولو لپاره له شفیق شیر آفریدی مننه کوو –

د سپورټس سیالۍ راجوړول یو مثبت ګام دی، د ټورنامنټ سپانسر کول او د لوبغاړو سره د مرسته کولو لپاره له شفیق شیر آفریدی مننه کوو – معراج الدین شینواری

لنډي کوتل کې دې هم یو لوی د سپورټس کمپلیکس جوړ شي: معراج الدین شینواري

سیمه‌ییز ځوانان مثبتو کارونو کښې بوخت کولو زمونږ مشن دی: منظور علي شینواري

د الحاج سید نواب آفریدی (مرحوم) مرحوم په یاد کې د فټبال ټورنمنټ 2025 – فورس فټبال اکیډمۍ یوه زړه راښکونکې بریا پس وګټل

سپورټس نیوز ډیسک

ضلع خیبر(جمرود): د ضلع خیبر په جمرود سپورټس کمپلیکس کې د الحاج سید نواب آفریدی (مرحوم) په یاد کې روان فټبال ټورنمنټ د جمرود سپورټس کمیټۍ تر چتر لاندې ترسره شو.

وړمه ورځ د مې ۲۶مه نېټه یوه په زړه پورې لوبه وشوه. په دې لوبه کې فورس فټبال اکیډمۍ د دره 90 کلب ته په یوه زړه راښکونکې کې د ۳-۲ ګولونو په فرق سره ماتې ورکړه.

د لوبې په پایله کې یوه درنه غونډه هم تابیا شوې وه چې ځانګړې میلمه ی د خیبر سپورټس کلب صدر معراج الدین شینواری، جنرل سیکرټرۍ کلیم الله شینواری، باسط شینواری او منظور شینواری وو. دوی هغو تکړه لوبغاړو ته انعامونه هم ورکړل چې غوره کارکردګي یې ښودلې وه. .

په دې موقعه معراج الدین شینواري د ټورنامنټ په سپانسر کولو له شفیق شیر آفریدی مننه وکړه، او ویې ویل چې د لوبو د پرمختګ لپاره او د ځوانانو لوبغاړو د هڅونې لپاره د دوی کردار د ستایلو وړ دی.

نوموړې په خپله وینا کښې اوویل چې د ضلع خیبر ځوانان ډیر باصلاحیته او تکړه دي او که حکومتي ادارې ددې ځوانانو سره مرسته وکړي نوی دوی به د خپل ملک او قوم نامه په نړیواله کچه روښانه کړي.

هغه اوویل نن هم ددې خاورې لوبغاړو شاهین شاه افریدي د پاکستان په قومي کرکټ کښې لوبیږي چې دا ښایی چې دا سیمه دداسې تکړه ځوانانو څخه ډکه ده.

نوموړې په لنډي کوتل کښې هم د یو لوی سپورټس کمپلیکس جوړولو غوښتنه وکړه. هغه اوویل چې د لنډي کوتل ځوانان په هره لوبه کښې ډیر تکړه دي خو په دې سیمه کښې د لوبو میدان نشته او حکومتي ادراې باید ددې سیمې ځوانانو لپاره یو لوی د سپورټس کمپلیکس جوړ کړي.

هغه اوویل چې لوبې د امن ،خوشحالۍ او پرمختګ نښې دي او په کومو سیمو کښې چې ځوانان په لوبو کښې بوخت وی نو د هغه ځای اولس ډیر په امن او خوشحالۍ کښې ژوند تیروي.

یاد ټورنامنټ د وزیراعظم یوتھ پروګرام کوآرډینیټر الحاج شفیق شیر آفریدی لخوا سپانسر شوی وړ. د ځانګړې میلمه په توګه معراج الدین شینواري غوره او تکړه لوبغاړو ته نغد انعامونه هم ورکړل. او د هغوی د غوره لوبې ستاینه ی هم وکړه. .

د ایونټ تنظیموونکي جمرود فټبال یونین کمیټۍ صدر وحید شاه وو او د سپورټس میډیا کوآرډینیټر زمید الله وو. د کمیټۍ ټولو غړو د ټورنامنټ په کامبیابولو کې ښه رول ولوبول او د لوبغاړو ښه خدمت ی وکړو چې تولو ځوانانو او لوبغاړو ورله په ښه کار داد ورکړو.

Related Articles

د امریکا افغانستان لپاره پخوانۍ ځانګړې استازې زلمي خلیلزاد په خپل تازه بیان کې د بګرام هوایی ډګر بیانونه ناسم بللي دي

September 22, 2025

د بولرانو ناقصه کارکردګی، پاکستان په ۶ وکټو ميچ بائيللے دے

September 22, 2025

اسرائيل او امريکې د آسټريليا،کينډا او برطانيې په فيصله د مايوسۍ اظهار کړے،دا ئې د حماس طرفداري بلللي ده

September 21, 2025

وژل شوي ترهه ګرو کښې درې افغانان هم شامل دي، صدر او وزيراعظم د امنيتي ځواکونو عمليات ستائيلي دي

September 21, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *