د سیمه ییزو ننګونو د حل لپاره د سولې ګډې خبرې اترې بیا پیل پاکستان، چین او افغانستان په بیجینګ کې د تاوتریخوالي کمولو او په سیمه کې د امنیت او همکارۍ د ښه کولو لپاره ګډې سولې خبرې اترې کوي. د سيمه ايز ننګونو د حل لپاره د پاکستان چين او افغانستان ترمنځ خبرې اترې بیا پیل شويدي د خبرونو ډیسک لخواد می ۱۹، ۲۰۲۵
اسلام آباد، د می ۱۹، ۲۰۲۵: پاکستان، چین او افغانستان د سې شنبې په ورځ په بیجینګ کې د سولې ګډې خبرې اترې بیا پیلوي. د لوړې کچې خلرى اترى د پاکستان او هند د وروستي کړکېچ وروسته د مخ په زیاتیدونکي سیمه ايز تاوتریخوالي په ترڅ کې کيږي.
د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به د پاکستاني پلاوي مشري وکړي. چین ته د هغه رسمي سفر د می له ۱۹ څخه تر ۲۲ پورې دوام لري. هغه به د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی سره ژورې خبرې اترې وکړي. د افغانستان لنډمهاله بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي به هم په خبرو اترو کې برخه واخلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې درې واړه هيوادونه به د سیمه ییز امنیت، ثبات او همکارۍ په اړه بحث وکړي. دا خبرې اترې د امریکا په منځګړیتوب د هند او پاکستان ترمنځ د اوربند وروسته کیږي،