هوټلونه او سفر محدودیتونه
اسلام آباد: د امریکا او ایران ترمنځ د ممکنه دویم پړاو مذاکراتو په نظر کې نیولو سره په اسلام آباد او د جړو ښارونو کې سخت امنیتي اقدامات شوي دي، او یو لوی پنځه ستوري هوټل حکومتي کنټرول ته سپارل شوی دی، همدارنګه عامه ټرانسپورټ هم بند شوی دی
اتوار په ورځ د اسلام آباد مشهور میريټ هوټل ادارې مېلمنو ته وویل چې تر ماسپښین درې بجو پورې هوټل خالي کړي، ځکه حکومت د یوې مهمې غونډې لپاره هوټل ترلاسه کړی دی
سرینا هوټل هم چې پخوا د امریکا او ایران د لومړي پړاو مذاکراتو ځای و، د راتلونکو ورځو لپاره بکینګ بند کړی دی
سخت امنیت او سفارتي فعالیتونه
د اسلام آباد او راولپنډۍ ډپټي کمشنرانو د عامه او بار وړلو ټرانسپورټ بندولو امر کړی او خلکو ته یې د غیر ضروري سفر نه کولو سپارښتنه کړې ده
امنیتي سرچینې وایي چې د نور خان هوایي اډې شاوخوا سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او پولیس او امنیتي ځواکونه په لوړ چمتووالي کې دي
دا اقدامات په داسې وخت کې شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اشاره کړې که له ایران سره تړون په اسلام آباد کې وشي، نو ښایي پاکستان ته سفر وکړي
یادونه کېږي چې د امریکا او ایران لومړی پړاو مذاکرات هم په اسلام آباد کې ترسره شوي وو، خو پرته له نهایي تړون پای ته رسېدلي وو
طالبانو د آغا جان معتصم د نیونې له خبر څخه د پام اړولو لپاره د حسن خټک ناسم خبرونه خپاره کړل