شمالي وزیرستان: د پاک-افغان پولې پر سر امنیتي ځواکونو پر وخت عملیات ترسره کړل او د نفوذ هڅه یې ناکامه کړه، چې په پایله کې له ممنوعه ټي ټي پي ډلې سره تړلی یو افغان سختدریځ ووژل شو
د امنیتي سرچینو له مخې وژل شوی سختدریځ د عبداللہ جان عرف ابو دجانه په نوم پېژندل شوی، چې د افغانستان د پکتیا ولایت د ګردیز ولسوالۍ اوسېدونکی و. ویل کېږي هغه له ټي ټي پي سره تړاو درلود او د خوست له سیمې څخه پاکستان ته د داخلېدو هڅه کوله
سرچینې وایي، امنیتي ځواکونو په وخت عملیات وکړل او د نفوذ هڅه یې شنډه کړه، چې د نښتې پر مهال سختدریځ ووژل شو
د چارواکو په وینا د وژل شوي سختدریځ مړی د افغانستان په خاوره کې پاتې شوی و، چې وروسته د افغان طالبانو چارواکو د هغه کورنۍ ته وسپاره
سرچینو زیاته کړې چې د عبداللہ جان د جنازې لمونځ د اپرېل په ۱۳مه په افغانستان کې ادا شوی و، چې سیمهییزو خلکو پکې ګډون کړی وامنیتي چارواکي وایي چې د پاک-افغان پولې پر سر د نفوذ هڅې دوام لري، خو ځواکونه بیدار دي او د هر ډول ترهګرۍ د مخنیوي لپاره اغېزمن اقدامات کوي.
یادونه ده چې پاکستان څو ځله له افغان چارواکو غوښتي چې خپله خاوره د ترهګرۍ لپاره د کارېدو څخه وساتي، ترڅو د سرحدي سیمو امن او ثبات یقیني شي
طالبانو د آغا جان معتصم د نیونې له خبر څخه د پام اړولو لپاره د حسن خټک ناسم خبرونه خپاره کړل