ایران د فارس خلیج او د عمان سمندر د بندرګاهونو په اړه خپل ستراتیژیک دریځ لا پسې سخت کړی دی او په څرګنده یې ویلي دي چې دا بندرګاهونه به یا د ټولو هېوادونو د سوداګرۍ لپاره پرانیستي وي، او یا به د هېچا لپاره د کارولو اجازه نه وي دا اعلان د ایران د وسلهوالو ځواکونو له لوري په داسې وخت کې شوی چې په سیمه کې سمندري ترینګلتیاوې او د احتمالي بندیزونو اندېښنې زیاتې شوې دي۔
د ایران د وسلهوالو ځواکونو بیان
د ایران دولتي رسنۍ (IRIB) د راپور له مخې، د وسلهوالو ځواکونو قوماندان ویلي دي چې په سیمهییزو اوبو کې واک او حاکمیت د ایران د ملت طبیعي او قانوني حق دی په بیان کې ویل شوي چې ایران به د هرمز تنګي امنیت په خپل لاس کې وساتي او د دښمنو هېوادونو اړوند کښتیو ته به د دې مهمې لارې د تېرېدو اجازه ورنه کړي۔
د هرمز تنګي پر دایمي کنټرول ټینګار
ایراني چارواکو ویلي دي چې حتی د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به هم په هرمز تنګي کې د کنټرول یو نوی او منظم نظام نافذ وي، څو د دې لارې امنیت او څارنه یقیني شي۔
د ایران پوځ دا هم اشاره کړې چې د هرمز تنګي له لارې تېرېدونکو کښتیو باندې مالیه یا ټیکس لګول کېدای شي دغه عاید به د جګړې د زیانونو د جبران لپاره وکارول شي یوازې هغه کښتۍ به د تګ اجازه ولري چې د ایران قوانینو ته بشپړ درناوی وکړي۔
پر امریکا سختې نیوکې
په بیان کې د امریکا پر اقداماتو سختې نیوکې شوې دي او ویل شوي چې په نړیوالو اوبو کې د کښتیو د تګ راتګ محدودول غیرقانوني عمل او د سمندري غلا په څېر دی ایران خبرداری ورکړی چې که د هغه د بندرګاهونو امنیت ته کوم خطر پېښ شي، نو د فارس خلیج او عمان سمندر هېڅ بندر به خوندي پاتې نه شي۔
د نړیوال اقتصاد اندېښنې
شنونکي وایي چې د ایران دا دریځ کولی شي د نړۍ د انرژۍ رسونه د هرمز تنګي له لارې جدي اغېزمنه کړي. د “یا د ټولو لپاره یا د هېچا لپاره نه” پالیسي د نړیوالو بازارونو او تجارتي هېوادونو ترمنځ اندېښنې زیاتې کړې دي، په داسې حال کې چې سیمه لا له وړاندې د نازک سیاسي حالت سره مخ ده۔