د هرمز تنګي د زیاتېدونکي نړیوال کړکېچ په ترڅ کې چین د ایران ښکاره ملاتړ کړی دی. د چین د دفاع وزیر اډمیرل ډونګ جن په څرګندو ټکو ویلي چې د چین سمندري بېړۍ د هرمز تنګي له لارې خپل تګ راتګ ته دوام ورکوي او بیجینګ د ایران سره د ټولو تجارتي او انرژۍ تړونونو بشپړ درناوی کوي ۔
د چین دریځ او د نړیوالو ځواکونو ته خبرداری
د چین د دفاع وزیر ویلي چې هرمز تنګی د ایران تر کنټرول لاندې دی او دا لاره د چین د تجارتي اړتیاوو لپاره پرانیستې ده. هغه نړیوالو ځواکونو ته خبرداری ورکړی چې د چین په چارو کې له مداخلې ډډه وکړي. اډمیرل ډونګ جن زیاته کړې چې چین په نړۍ کې د سولې او ثبات لپاره ژمن دی او د منځني ختیځ وضعیت په دوامداره توګه څاري ۔
د امریکا ګواښ، د چین غبرګون او ستراتیژیک اغېز
بل لور ته د امریکا له لوري د ممکنه سمندري ناکه بندۍ د ګواښ په وړاندې د چین د بهرنیو چارو وزارت سخت غبرګون ښودلی دی. چین ویلي چې دا مهم سمندري لاره باید خوندي، باثباته او بې له خنډه پاتې شي او د هر ډول یو اړخیز اقدام ملاتړ نه کوي. شنونکي وایي چې د چین دا دریځ د ایران موقف پیاوړی کوي او د امریکا لپاره وضعیت نور هم پېچلی کوي، ځکه چین د خپلې انرژۍ لویه برخه له همدې لارې ترلاسه کوي۔