اسلام آباد کې د امریکا سره له مذاکراتو وروسته د ایران د پلاوي مشر او د پارلمان سپیکر محمد باقر قالیباف لومړنی رسمي بیان خپور شوی، چې پکې یې ویلي امریکا د ایران منطق او اصول درک کړي، خو د اعتماد ترلاسه کولو کې ناکام پاتې شوی دی
ټولنیزو رسنیو خپاره شوي بیان
په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي بیان کې قالیباف د پاکستان له میزبانی او د مذاکراتو د بهیر د اسانه کولو له هڅو مننه کړې. هغه ویلي ایران په مذاکراتو کې په نیک نیت او جدي ارادې سره ګډون کړی و، خو د تېر تجربو له امله پر مقابل لوري بشپړ باور ممکن نه و
هغه زیاته کړې چې د مذاکراتو پر مهال ایرانی پلاوي د راتلونکي لپاره څو عمل وړاندیزونه وړاندې کړي، خو د امریکا چلند د اعتماد جوړونې لپاره مناسب نه و د هغه په وینا اوس پرېکړه د امریکا په لاس کې ده چې ایا د ایران باور ترلاسه کولو لپاره جدي ګامونه پورته کوي که نه
قالیباف وویل ایران د خپل ملي حاکمیت او اصولي دریځ سره ولاړ دی او د ولس د حقونو د دفاع لپاره سفارتکاري او نورې لارې دواړه مهمې ګڼي هغه روښانه کړه چې د ایران لپاره مذاکرات د یوې ستراتیژۍ برخه ده، نه د کمزورۍ نښه
ایران د ۹۰ میلیونه وګړو هېواد
هغه زیاته کړه چې ایران د ۹۰ میلیونه وګړو هېواد دی او د سپریم لیډر تر قیادت لاندې یې وروستیو ننګونو ته قوي ځواب ورکړی دی. قالیباف په سړکونو راوتلي ولس ته هم درناوی وړاندې کړ او ویې ویل چې د ۴۰ ورځني ملي دفاع لاسته راوړنو د پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دي
شنونکي وايي د قالیباف بیان ښيي چې ایران د مذاکراتو بهیر ته دوام ورکول غواړي، خو هر ډول ممکنه هوکړه د اعتماد جوړونې او اصولي برابرۍ سره مشروط ګڼي، په داسې حال کې چې د پاکستان میزباني د دې ټول بهیر مهم سفارتي پل بلل کېږي