پس منظر: له جګړې څخه تر مذاکراتو پورې سفر
اسلام آباد: د امریکا او ایران ترمنځ وروستۍ کړکېچ، چې څو اوونۍ یې سیمه د یوې لویې نښتې تر څنډې رسولې وه، بالاخره د پاکستان په منځګړیتوب د سفارتکارۍ میز ته ورسېد. شاوخوا څلوېښت ورځې کړکېچ، محدودې پوځي نښتې او سختو بیانونو وروسته دواړو هېوادونو په اسلام آباد کې مستقیمو مذاکراتو ته رضایت څرګند کړ، چې د خپل ډول له مخې یو بېسارې پرمختګ ګڼل کېږي.
پاکستان په دې ټوله پروسه کې فعال منځګړی رول ولوباوه او هڅه یې وکړه چې دواړه لوري نږدې کړي او اسلام آباد د یوه مهم سفارتي مرکز په توګه وړاندې کړي.
اسلام آباد کې ۲۱ ساعته: اوږدې خو بېپایلې خبرې
د یکشنبې په سهار د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس د ایران له پلاوي سره له ۲۱ ساعته اوږدو مذاکراتو وروسته له نور خان هوايي اډې څخه ولاړ، خو په ظاهره هېڅ تړون رامنځته نه شو. سره له دې، دې بهیر ګڼ مهم سوالونه راپورته کړل.
د راپورونو له مخې، په مذاکراتو کې ایران ۱۵ ټکي وړاندې کړل چې له دې څخه ۱۱ ومنل شول، خو په څلورو ټکو اختلاف پاتې شو. بل لوري ته امریکا د ایران له ۱۰ غوښتنو څخه ۸ ومنلې، خو دوه یې پر ځای پاتې شوې، نو ځکه تړون بشپړ نه شو.
له وتلو مخکې په خبري غونډه کې جي ډي ونس وویل چې له ایران سره “مهم او جدي خبرې” شوې دي، خو دواړه لوري وروستي توافق ته ونه رسېدل. د هغه په وینا امریکا په خپلو شرطونو ولاړه ده او ایران هغوی نه دي منلي.
هغه دا هم وویل چې امریکا ایران ته “وروستی او غوره وړاندیز” ورکړی او اوس پرېکړه د تهران په لاس کې ده.
د امریکا دریځ: د اتومي پروګرام په اړه هېڅ جوړجاړی نه
د امریکا دریځ په واضح ډول د ایران د اتومي پروګرام په محور ولاړ دی. جي ډي ونس وویل چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هدف دا دی چې ایران ته د اتومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړل شي، او په دې برخه کې هېڅ نرمښت نه شي کېدای.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وویل چې په ډېرو برخو کې “تفاهم” شوی، خو په څو مهمو ټکو لا هم اختلاف شته. د هغه په وینا دا خبرې په داسې پېچلي چاپېریال کې شوې چې له مخکې بېباوري موجوده وه، نو په یوه ناسته کې هوکړه ممکنه نه وه. د هرمز تنګي او اتومي پروګرام په څېر موضوعات ډېر حساس دي.
د قالیباف لومړی بیان: د اعتماد بحران اصلي ستونزه
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف وویل چې امریکا د ایران موقف درک کړی، خو د باور ترلاسه کولو کې ناکام شوی دی. هغه د پاکستان له میزبانیه مننه وکړه او ویې ویل چې ایران په نیک نیت ګډون کړی و، خو د اعتماد نشتوالی لوی خنډ و
د پاکستان رول: منځګړیتوب او توازن
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وویل چې دا مذاکرات “سخت خو رغنده” وو او پاکستان هڅه وکړه چې د دواړو لورو ترمنځ واټن کم کړي
ولې خبرې مخ ته لاړې نه؟
اصلي اختلافونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي. امریکا د ایران د اتومي پروګرام په اړه سخت ضمانتونه غواړي، خو ایران دا د خپلې خپلواکۍ او دفاع حق ګڼي. همدارنګه د هرمز تنګی د ستراتیژیک اهمیت له امله یو بل حساس ټکی پاتې دی
پایله: ناکامي نه، بلکې د بهیر پیل
شنونکي وايي چې دا مذاکرات بشپړه ناکامي نه بلکې د یوې اوږدې پروسې پیل دی. دواړه لوري اوس د یو بل “سرخ کرښې” پېژني، چې دا د راتلونکو خبرو لپاره اساس جوړوي
راتلونکی څه دی؟
اوس اصلي پوښتنه دا ده چې دا سفارتي بهیر کوم لوري ته ځي. د امریکا “وروستی وړاندیز” او د ایران راتلونکي ګامونه به د خبرو راتلونکی ټاکي. امکان شته چې په راتلونکي کې بیا په اسلام آباد یا بل ځای کې د مذاکراتو بل پړاو ترسره شي
پای: سفارتکاري که نړیوال ازموینه؟
اسلام آباد مذاکرات که څه هم سمدستي تړون ته ونه رسېدل، خو دا یې روښانه کړه چې د شدیدو اختلافاتو سره سره سفارتکاري لا هم ژوندۍ ده. پاکستان د دې پروسې په ترڅ کې د یوه مهم منځګړي په توګه خپل رول بیا ثابت کړ، او اوس ټولې سترګې راتلونکو پرمختګونو ته دي