تازه خبرونه

القاعده برصغیر په افغانستان کې فعاله ده، روزنیز مرکزونه او بهرني مشران لري

په افغانستان کې د القاعده برصغیر (AQIS) د طالبان په ملاتړ خپل روزنیز کمپونه او تنظيمي جوړښت پراخ کړی دی. راپورونه ښيي چې په دې لړ کې د تر ټولو خطرناکو بهرنیو ترهګرو بېرته راتګ شوی او د بېلابېلو وسله‌والو ډلو ترمنځ پیاوړي اړیکې ټینګې شوې دي، چې دا چاره د سیمې لپاره جدي امنیتي اندېښنې راولاړوي
راپورونه د بهرنیو مشرانو حضور او د وسله‌والو ډلو ترمنځ د پیاوړو اړیکو یادونه کوي، چې دا چاره د سیمې امنیت ته جدي اندېښنې راولاړوي

راپورونه د بهرنیو مشرانو حضور او د وسله‌والو ډلو ترمنځ د پیاوړو اړیکو یادونه کوي، چې دا چاره د سیمې امنیت ته جدي اندېښنې راولاړوي

په افغانستان کې د القاعده برصغیر (AQIS) فعالیتونه په وروستیو کې د پام وړ زیات شوي او د راپورونو له مخې دې ډلې د طالبان په ملاتړ خپل روزنیز کمپونه او تنظيمي جوړښت پراخ کړی دی. ویل کېږي چې د مرکزي رهبرۍ په همغږۍ د جلب و جذب بهیر چټک شوی او روزل شوي جنګیالي په منظم ډول د دې شبکې چوکاټ ته داخلېږي.

سرچینې څرګندوي چې ننګرهار، کونړ، خوست، پنجشېر، تخار او نیمروز ولایتونو کې د دې ډلې روزنیز مرکزونه فعال شوي دي. په پنجشېر کې یو ځانګړی مرکز د “مېلمه‌خانې” په نوم یاد شوی، چېرته چې مرکزي مشران او بهرني جنګیالي د راتلونکو دندو لپاره تم کېږي.

د معلوماتو له مخې، د دې شبکې عملیاتي مرکز د ننګرهار په دره نور سیمه کې دی او مشري یې اسامه محمود کوي. همداراز د همغږۍ لپاره د القاعده او طالبانو ترمنځ د “امه واحده کمیټه” په نوم ګډ میکانېزم جوړ شوی، چې پکې یحیی ابوطلحه، عبدالرزاق الکردي، ابو عبدالرحمن او جمعه خان منصور شامل بلل شوي دي. د طالبانو له لوري د پنجشېر والي محمد آغا حکیم هم په دې همغږۍ کې مهم رول لري.

د راپور یوه مهمه برخه د سعودي تبعه محمد جعفر جمال القحطاني، مشهور په ابو ناصر القحطاني، بېرته راتګ ته ځانګړې شوې ده. نوموړی چې پخوا د بګرام له زندانه تښتېدلی و، اوس د ټولو روزنیزو مرکزونو د څارنې مسؤلیت پر غاړه لري. ویل کېږي هغه له ترکیې څخه افغانستان ته راستون شوی او په کابل کې یې له سراج‌الدین حقاني سره هم لیدنه کړې ده.

همداراز په بېلابېلو ولایتونو کې د مرکزونو مشري بهرنیو غړو ته سپارل شوې ده؛ لکه په پکتیا کې ابو اخلاص المصری، په هلمند (دیشو ولسوالۍ) کې ابو بکر محمد، په نیمروز کې سراج ابو محمد کردستاني، په پنجشېر (دشتک سیمه) کې عبدالرحمن فارسي، او په بدخشان کې صالح محمد عبدالله الیمني.

کارپوهان دا پرمختګونه د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره یو پېچلی او جدي ګواښ بولي او ټینګار کوي چې دا وضعیت کولای شي د سیمه‌ییزو وسله‌والو ډلو ترمنځ همغږي لا پیاوړې او امنیتي ننګونې زیاتې کړي.

Related Articles

وزیراعظم شہباز شریف وویل چې د نړیوالو تېلو د بیو کمښت اغېز به ژر تر ژره ولس ته ورسول شي ترڅو ګراني کمه شي

April 18, 2026

په لبنان کې د اوربند له پلي کېدو څو ساعته وروسته د اسرائیل له لوري سرغړونې، د جنوبي سیمو ګولاباري او تاوتریخوالی دوام لري

April 17, 2026

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *