تازه خبرونه

په افغانستان کې سوله، د سیمې د سوکالۍ بنسټ: د پاکستان–قزاقستان ګډ اعلامیه

په اعلامیه کې پر دې موافقه وشوه چې د افغانستان خاوره باید د داسې هېڅ ډول فعالیت لپاره ونه کارول شي چې د سیمې یا د نورو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښ کړي.
په اعلامیه کې پر دې موافقه وشوه چې د افغانستان خاوره باید د داسې هېڅ ډول فعالیت لپاره ونه کارول شي چې د سیمې یا د نورو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

"د اعلامیې له مخې، د افغانستان خاوره باید د سیمې یا نورو هېوادونو د امنیت لپاره د ګواښ په توګه ونه کارول شي، او د اقتصادي همکارۍ پروژو کې د ګډون له لارې د سیمې سوکالي تضمین کېږي."

د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توکایووف د پاکستان د سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې خبرو اترو وروسته یو ګډ اعلامیه خپره شوه. په اعلامیه کې په افغانستان کې د دوامدارې سولې او ثبات، د سیمه‌ییز اقتصادي همکارۍ او د نښلونکو اړیکو د پروژو د ودې پر اهمیت ټینګار وشو.

صدراعظم شهباز شریف او ولسمشر قاسم جومارت توکایووف د بېلابېلو نړیوالو لارو د فعالولو ژمنه څرګنده کړه، چې پکې د «قزاقستان–ترکمنستان–افغانستان–پاکستان او چین» لارې شاملې دي. صدراعظم شهباز شریف د قزاق ولسمشر هغه وړاندیز وستایه چې له مخې یې د ټرانس–افغان رېل پټلۍ له لارې منځنۍ او جنوبي اسیا سره ونښلول شي، او اړوندو چارواکو ته یې لارښوونه وکړه چې د رېل پټلۍ د احتمالي پرمختیايي پروژې ژر تر ژره ارزونه وکړي.

په اعلامیه کې پر دې مهم ټکي هم موافقه وشوه چې د افغانستان خاوره باید د داسې هېڅ ډول فعالیت لپاره ونه کارول شي چې د سیمې یا د نورو هېوادونو امنیت ته ګواښ جوړ کړي. دواړو مشرانو ټینګار وکړ چې د افغانستان ګډون په سیمه‌ییزو اقتصادي همکارۍ او نښلونکو پروژو کې نه یوازې د افغان ولس، بلکې د ټولې سیمې د سوکالۍ لپاره اړین دی.

Related Articles

وزیراعظم شہباز شریف وویل چې د نړیوالو تېلو د بیو کمښت اغېز به ژر تر ژره ولس ته ورسول شي ترڅو ګراني کمه شي

April 18, 2026

په لبنان کې د اوربند له پلي کېدو څو ساعته وروسته د اسرائیل له لوري سرغړونې، د جنوبي سیمو ګولاباري او تاوتریخوالی دوام لري

April 17, 2026

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *