د افغانستان په پلازمینه کابل کې پر چینایي وګړو بریدونو په اړه د افغانستان د ملي امنیت ادارې این ډي ایس پخواني مشر او افغان سیاستوال رحمت الله تبینل بې اساسه او د درواغو ادعاوې مخې ته راغلي دي
د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخواني مشر او افغان سیاستوال رحمتالله نبیل ادعا کړې چې په کابل کې پر چینایي وګړو ترسره شوي بریدونه له افغانستان نه، بلکې له پاکستان څخه پلان او لارښوونه شوي دي
د امنیتي سرچینو ترمخه رحمتالله نبیل له ډېر وخت راهیسې د بېاساسه او احساساتي تورونو په لګولو پېژندل کېږي، چې زیاتره یې پر اوازو، نامعلومو سرچینو او سیاسي عقیدو ولاړ وي چې ښایی د هغه تورونو پر کره شواهدو او معلوماتو نه وي ولاړ
د امنیتي سرچینو ترمخه د نوموړي باور وړتیا ځکه هم کمزورې شوې چې د خپلې دندې پر مهال یې د ترهګرۍ د پراختیا په مخنیوي کې ناکامي درلوده او له واکه تر وتلو وروسته یې ی په نور د ملامتۍ اچولو لړۍ پیل کړې ده
د امنیتي سرچنیو ترمخه په کابل کې د داعش برید په داسې وخت کې شوی، چې د طالبانو د کندهار مېشت مذهبي ډلې او د حقاني شبکې تر مشرۍ لاندې بلاک ترمنځ ژور ساختماني اختلافات زیات شوي دي.
د امنیتي سرچینو ترمخه دغه برید په په یو بشپړ ډلو تګلار او لوی پلان لاندې ترسره شوی، تر څو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني په عام محضر کې وشرمول شي او په کابل کې د امنیتي ناکامۍ له لارې داخلي نیوکې د کورنیو چارو وزارت پر لور واړول شي.
د داخلي اختلاف اصلي ریښه د هبتالله اخوندزاده د منزوي، فرماني او مطلق واک پر وړاندې زیاتېدونکی مقاومت دی، چې له سخت مذهبي کنټرول او انزوا سره مل دی.
افغان چارواکو سرچنیو ترمخه افغان طالبانو مشر د هبتالله د واکمنۍ ماډل پر وعظونو، زور، جبر او مطلق اطاعت ولاړ دی چې ښایی د هغه حکومت پر ادارو، مشورو او ستراتیژیک پلان جوړونې پر پلانونو او تګلارو نه دې ولاړ
د امنیتي سرچینو ترمخه سراجالدین حقاني په ښکاره ډول د وېرې، ګواښ او زور له لارې د حکومتدارۍ مخالفت کړی، چې دا د طالبانو دننه د داخلي اختلاف بېساری افشا کېدل بلل کېږي
د حقاني ډلې داخلي سرچینو ویلي دي چې د حقاني بلاک یو نسبتاً عملي او یو د روښانه دریځ او فکر استازیتوب کوي، چې د ادارو ترمنځ همغږي، فعال امنیتي مدیریت او د ځمکنيو واقعیتونو منل غواړي.
بل لوري ته د کندهاري ډلې لپاره دا تګلاره د واک انحصار او ایډیالوژیک واکمنۍ ته ګواښ ګڼل کېږي، او اوس د حقاني ډله د دوی لپاره د شتون ګواښ ګرځېدلې ده.
امنیتي او دفاعي شنوونکو ترمخه افغان طالبان په اصل کې لا هم د سیمو او قومونو پر بنسټ د وسلهوالو ډلو یو ګډ جوړښت دی،دا تحریک نه خو یو منظم او بنسټیز دولتي نظام دې او نه داسې کوم د نړیوالو جمهوري اداراو او تګلارو پر بنسټ جوړ دې او کار کوي
سرچینو داسې هم ویلي دي چې په دې ټوټه ټوټه جوړښت کې د داعش خراسان څانګې تر مشرۍ لاندې د کورنیو چارو وزارت نفوذ کم کړي.
دلته ددې خبرې باید یادونه وشی چې په کابل کې د شهرنو کې د چینایی مسلمان وګړي پر ریستوران دغه امنیتي پېښې د طالبانو د امنیتي جوړښتونو ترمنځ وېش، بېباوري او ژور اختلافات بربنډ کړل، چې د داخلي سیالیو پایله ده.
د امنیتي چارواکو او سرچینو ترمخه دغه برید وښوده چې داخلي قدرتي جګړه یوازې تر لفظي شخړو نه ده محدوده پاتې، بلکې اوس یې عملي امنیتي پایلې رامنځته کړې دي. د بنسټیز حکومتدارۍ او واحد قومندانۍ نشتوالي دا وضعیت رامنځته کړی چې امنیتي خلاوې د غیر رسمي قدرتي سیاست لپاره د وسیلې په توګه وکارول شي.
دلته باید دې مهم ټکي ته کتنه وشی چې دا وضعیت د افغان طالبانو د داخلي سیالۍ په چوکاټ کې روان دی او په کې د کندهار مذهبي ډله خپل شخصي ګټه اخلي
د کندهار ډله غواړي چې د حقاني ډله په داسې کمزوریو کمزورې کړي او د حقاني تر مشرۍ لاندې د کورنیو چارو وزارت واک هم کمزورې او بدنام کړي ترڅو دوی په خپلو شخصي ګټو او واک ترلاسه کولو کې بریالي شي