وړمه ورځ د بلوچستان په ۱۲ بیله بیلو ځایونو کې د فتنه الهندوستان خوارجو له لوري ځانمرګي بریدونه ترسره شول چې په پایله کې ی ۱۸ملکي وګړي شهیدان شول
د پاکستان پوځ ویاندې ادارې آیی ایس پي ار د بیان ترمخه د ترهګرو پر ضد اپریشن بشپړ شوې دې او د ځانمرګي بریدګرو په شمول ټول ۱۳۳ ترهګر چې د هند ملاتړ ورته حاصل وو له منځه وړل شوي دي
بل لوري ته پرون د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم له رسنیو سره خبرې وکړې او وې ویل چې هند په بلوچستان کې د بریدونو پلان جوړ کړی ،زیاته ی کړه چې موږ به د هر شي تر شا ورسېږو، ترهګر او د هغوی ملاتړ کوونکي به پری نږدو
د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د بلوچستان وزیراعلیٰ سرفراز بګټي د بلوچستان په ۱۲ ځایونو کې د هند لوري ملاتړ لرونکي فتنہ الہندوستان له لوري د ترسره شویو بریدونو او ورپسې د امنیتي ځواکونو او قانون پلي کوونکو ادارو د عملیاتو په اړه له رسنیو سره خبرې وکړې
محسن نقوي وویل چې ترهګرو د منظم پلان له مخې بریدونه ترسره کړل خو امنیتي ځواکونو پرېکنده مقابله وکړه. نوموړي زیاته کړه چې هر هغه ترهګر چې راغلی، ژوندی نه دی ستون شوې او امنیتي ځواکونو ترهګر له منځه یوړل
د کورنیو چارو وزیر وویل چې د ټولو امنیتي ځواکونو ستاینه کوي، ځکه هغوی په زړورتیا سره د ترهګرو پر وړاندې ودرېدل او هغوی یې له منځه یووړل
هغه ټینګار وکړ چې نړۍ باید پوه شي چې د دې بریدونو تر شا هند ولاړ دی، نوموړي وویل او زیاته ی کړه چې هند د دې بریدونو پلان جوړ کړی، موږ به د هر شي تر شا ولاړ حقیقت را وباسو، ترهګر او د هغوی ملاتړ کوونکي باداران به نه پریږدو
محسن نقوي دا هم وویل چې له کومو ځایونو څخه دا ترهګر فعالیت کوي، د هغو په اړه ټول شواهد ورسره شته او ژر به یې نړۍ مخې ته رابربنډ کړي چې څنګه له خلکو سره اړیکې نیسي او ترهګرو ته ملاتړ برابروي
نوموړي زیاته کړه چې هند نه یوازې مالي ملاتړ کوي، بلکې د پلان جوړونې او ستراتېژۍ په برخه کې هم مرسته کوي. هغه وویل هند ته به بیا هم هماغسې ماتې ورکوو لکه مخکې مو ورکړې ده، موږ به ټول په ګډه د ترهګرو پر وړاندې ودرېږو
د کورنیو چارو وزیر وویل چې د بلوچستان وزیراعلیٰ یو زړور مشر دی او په مخکښه کرښه کې رهبري کوي. هغه زیاته کړه چې وزیراعلیٰ د خپلو ځواکونو تر څنګ ولاړ دی او ویې ویل چې که زموږ سره څو نور سرفراز بګټي په څیر مشران وې ، نو په دې هېواد کې به ترهګري په څو ورځو کې ختمه شوې وه
په دې موقع د بلوچستان وزیراعلیٰ سرفراز بګټي وویل چې ترهګرو په ګوادر کې پر یوې مزدور مېشتې سیمې ، لېبر کالونۍ برید وکړو او د یوې بلوڅې کورنۍ ښځې او ماشومان ی په ډیر ظلم او بې رحمۍ سره شهیدان کړي دي
د پاکستان لوړ پوړه چارواکو دا روښانه دریځونه ښایی چې هند په پاکستان کې د ترهګرۍ خپرولو لپاره فعال رول لوبوي او غواړي په پاکستان کې ناامني خپره کړي
په داسې وخت کې نړیوال هیوادونه او ملګري ملتونه باید د هند پر ضد اقدام وکړي او هند له دې منع کړې چې پاکستان کې ترهګرۍ خپرولو څخه ډډه وکړي او په پاکستان کې د ترهګرۍ اور لګولو ته لمن نه وهي