په بلوچستان کې امنیتي ځواکونو د دوو ورځو عملیاتو پر مهال د خورجو له ډلې فتنہ الہندوستان ۱۳۳ ترهګر له منځه وړي دي
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې آیی ایس پي ار ترمخه د فتنہ الہندوستان له لوري تمویل شویو ترهګرو هڅه کړې وه چې د بلوچستان امن ګډوډ کړي. آیی ایس پي آر وایی چې ترهګرو د جنورۍ په ۳۱مه د بلوچستان په بېلابېلو ښارونو کې ترهګریز بریدونه ترسره کړل
د آیی ایس پي آر په وینا، ترهګرو په کوېټه، مستونګ، نوشکي، دالبندین، خاران، ګوادر او پسني کې بریدونه کړي چې په پایله کې یې د ښځو، ماشومانو او مزدورانو په ګډون ۱۸ ملکي وګړي شهیدان شوي دي
د پاکستان پوځ ویاندې ادارې زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو د پیاوړو ځوابي عملیاتو پر مهال بریدونه شنډ کړل او د درې ځانمرګو بریدګرو په ګډون یې ۹۲ ترهګر ووژل، چې ورسره په دوو ورځو کې په بلوچستان کې د وژل شویو ترهګرو شمېر ۱۳۳ ته ورسېد
آیی ایس پي آر ویلي چې د ترهګرو پر ضد او د د سیمې څخه ترهګري پاکولو دې عملیاتو پر مهال ۱۵ سرتېرو خپل سرونه قرباني کړي او شهیدان شوي دي
پوځي ویاند دا هم ویلي چې دغه بریدونه د پاکستان څخه بهر مېشتو ترهګرو مشرانو په لارښوونه ترسره شوي وو او ټینګار یې کړی چې د دې بریدونو پلان جوړوونکي، اسانتیا برابرونکي او ملاتړي به هرومرو د قانون منګولو ته وسپارل شي
په بلوچستان کې د ترهګرو پر ضد عملیات بشپړ شول: وزیراعلیٰ
د بلوچستان وزیراعلیٰ سرفراز بګټي ویلي چې په صوبه کې د ترهګرو پر ضد عملیات بشپړ شوي دي
نوموړي ویلي چې امنیتي ځواکونو ترهګرو ته کلک او پرېکنده ځواب ورکړی او روښانه یې کړه چې داسې لس بریدونه هم زموږ عزم نه شي کمزورې کولې او ترهرګر به له منځه یوړل شی ترڅه عام وګړو ژوند خوندي شي
وزیراعلیٰ ټینګار کړی چې په بلوچستان کې به د امن پر سر هېڅ ډول جوړجاړی نه کېږي. هغه زیاته کړه چې د شهیدانو کورنۍ لوړه حوصله لري او د شهیدانو له خپلوانو سره یې ژمنه وکړه چې د وینې د هر څاڅکي حساب به اخېستل کېږي