پاک افغان سرحد سره نزدې د شمالي وزیرستان په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د نقل و حرکت له امله ضلعي انتظامیې عام ولس ته خبرداری (الرټ) جاري کړی او اعلان یې کړی چې نن د یکشنبې په ورځ، د جنورۍ ۱۸مه به په سیمه کې ګرځبندیز وي
د ضلعي انتظامیې له خوا په خپره شوې خبرتیا کې ویل شوي چې د امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په نظر کې نیولو سره ولس باید د سفر او ورځنیو فعالیتونو په اړه له ډیر احتیاطه کار واخلي
انتظامیې زیاته کړې چې د یکشنبې په ورځ د جنورۍ ۱۸مه، ۲۰۲۶ کال، د سهار له ۸ بجو څخه به د ماښام تر ۶ بجو پورې په ټول شمالي وزیرستان کې کرفیو وي
ځایی خلکو ته سپارښتنه شوې چې د یادې ورځې پر مهال دې خپلې غیر ضروري چارې او ورځنۍ مصروفیتونه وځنډوي، تر څو له هر ډول ستونزو څخه خوندي شي
عام ولس څخه غوښتنه لارښوونه شوې چې د نظم او امن د ټینګښت لپاره له قانون پلي کوونکو ادارو سره بشپړه همکاري وکړي ترڅو د سیمې امن او ثبات او د خلکو ژوند خوندي شي
انتظامیې دا هم ویلي چې په ولسوالۍ کې له مخکې نافذ د شپې مهال بندیزونه به پر خپل ځای پاتې وي، چې له مخې به یې د شپې له ۱۰ بجو څخه د سهار تر ۵ بجو پورې د عامو خلکو پر تګ راتګ بشپړ بندیز وي او خلکو ته په کلکه لارښوونه شوې چې په دې وختونو کې له خپلو کورونو بهر ونه وځي
د ضلعي انتظامیې په وینا، دا ګامونه د سیمې د امنیت د ټینګښت او د امنیتي ځواکونو د عملیاتي چارو د لا ښه ترسره کېدو لپاره اخیستل شوي دي
دلته مهمه ده او باید چې یادونه وشی چې د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان ،باجوړ او ضلع خیبر په شمول یو شمیر نور سیمو کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي
د ترهګریز بریدونه په غبرګون کې د امنیتي چارواکو وینا ده چې د ترهګرو پر ضد به سخت اقدام کولې شي ترڅو په سیمه کې امن او ثبات راشي او د عام ولس ژوند خوندي شي
نورخبرونه: شمالي وزیرستان کې مهم رابطه پل ترهګرو الوځولې دې
شمالي وزیرستان بویا کیمپ ځانمرګي برید:یو بریدګر افغان وو
بنو کې د شمالي وزیرستان اسسټنټ کمشنر پر قافله برید: اسسټنټ کمشنر او دوه پولیس اهلکار شهیدان شوي