پاک – افغان بارډ سره نږدې د خیبر ضلعې په وادي تیراه کې د ترهګرو ډلو ترمنځ د نښتې راپورونه ورکړل شوي دي
سرچینو ویلي، د وادي تیراه د کویله مرکز په سیمه کې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې جماعت الاحرار او تحریک طالبان پاکستان وسله والو ترمنځ سخته نښته شوې، چې پکې څلور ترهګر وژل شوي دي
سرچینو رسنیو ته ویلي دي چې د دواړو ترهګر تنظیمونو یو بل سره په جګړه کې سلمان، دیوانه، ساقي او طیب له منځه تللي دي
د جمرود یوه ځايي خبریال هم تایید کړې چې د وسلهوالو ډلو ترمنځ نښته شوې او دا مهال د دواړو خواوو ترمنځ جرګه روانه ده
سرچینې وایي، تر اوسه دا نه ده تایید شوې چې دا نښته پر کوم اختلافاتو رامنځته شوې ده
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د امنیتي ادارو د سرچینو له مخې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د ټي ټي پي د مهمو مشرانو ترمنځ یوه مهمه مشاورتي غونډه شوې وه، چې پکې د جماعت الاحرار ډله له دې غونډې بهر ساتل شوې وه
سرچینې وایي، ښايي دا نښته هم د همدې اختلافاتو پایله وي، خو د یادو ډلو کوم قومندان یا نورو سرچینو تر اوسه په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي چې د ترهګرو ډلو ترمنځ دا نښته په څه وجه شوې ده
بل لور ته، د امنیتي ځواکونو د سرچینو له مخې، په وادي تیراه د میدان باغ په سیمه کې د ترهګرو پر ضد د عملیاتو پرېکړه شوې، چې له امله یې ځايي خلکو له سیمې څخه نکل مکاني پیل کړي دي
د امنیتي سرچینو ترمخه په راروانو دو میاشتو به د وادي تیراه میدان سیمه کې د ټي ټي پي او نورو ترهګرو پر ضد پراخ عملیات ترسره شي
نورخبرونه: د امن لپاره جرګه: خیبر مشرانو په تیراه کې وسله والو ډلو سره خبرې کړي
وادي تیراه کې تښتول شوې د امن لښکر رضاکار ق ت ل ش شوې
ضلع خیبر کې وسله کمانډر ځایی خلکو ته ویلي د حکومت لپاره دې جاسوسي نه کوي