تازه خبرونه

فیک پي ټي ایم پاڼه د حکومت او پوځ بدنامولو ناکامه هڅه کوي

د وادي تیراه ځایی مشرانو ترمخه په وادي تیراه کې د ترهګرو پر ضد اپریشن ځایی مشرانو او حکومتي چارواکو ترمنځ د سلا مشورې وروسته د پیل کولو پریکړه شوې ده
صوبایی حکومت او امنیتي ځواکونو په تیراه کې د ترهګرو پر ضد د اپریشن پریکړه کړې ده

د صوبایی حکومت او امنیتي چارواکو ترمخه د فیک پی ټي ام تبلیغاتي پاڼې دا ادعاوي ناسمې دي چې تیراه څخه خلک په زور ایستل کیږي، ددوی ایستل د خلکو د ژوند خوندي کولو لپاره دي

د فیک پي ټي ایم په نامه یوه ټولنیزه پاڼه چې افغان تبلیغاتي پاڼه ده،  دا ادعاوي کوي چې د ضلع خیبر وادي تیراه څخه ۳۰ دیرش زره کورنۍ په زور ایستل کیږي ځکه چې د پاکستان پوځ غواړي په دې سیمه کې اپریشن وکړي

دا افغان تبلیغاتي پاڼه دا ادعاوې هم کوي چې حکومت دوی له نه خو کوم د اوسیدو ځای ورکوي او نه د روزګار لپاره مرستې خو په زور دا کورنۍ له خپلو کورونو څخه اوباسي

که په سوشل میډیا ددې پاڼې ادعاوو ته اوګورو نو دا ټولې ادعاوي ناسمې او بې بنیاده دي ځکه له وادي تیراه څخه د پاکستان پوځ په زور دا کورنۍ نه اوباسي

د صوبایی حکومت او امنیتي ځواکونو رسمي بیانونو او معلوماتو ترمخه صوبایی حکومت او د پاکستان پوځ غواړي ددې سیمې ځایی اولس ژوند خوندي کړي

 د ضلع خیبر د واودي تیراه د خلکو او ځایی سرچینو ترمخه هرکال په ژمي کې ددې سیمې خلک په سخت ژمي کې د واورې او د ساړه څخه بچیدلو لپاره په خپله خوښه لاندې ګرمو سیمو ته راښکته کیږي

حکومتي سرچینې دا هم وایی چې دا خل ددوی بې کوره کیدل په زور نه دي بلکي حکومت او پوځ غواړي ددې خلکو ژوند او مال خوندي کړي او په دې سیمو کې د ترهګرو پر ضد اپریشن وکړي

 د ځایی سرچینو او مشرانو  د وادي تیراه میدان څخه خلک په زور نه ایستل کیږي بلکه د ځایی مشرانو او د حکومتي چارواکو ترمنځ د رسمي خبرو او جرګو  او ځایی مشرانو سره په سلا او مشره کولو وروسته دا پریکړه شوې ده چې په سیمه د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان ترهګرو پر ضد اپریشن ترسره شی څو د سیمې خلکو ژوند او مال خوندي شي

 د ځایی سرچینو او عام خلکو ترمخه د وادي تیراه خلک د ترهګرو پر ضد د روان پوځي اپریشن ملاتړ کوي ترڅو په سیمه کې امنیت ټینګ شی او د عام خلکو ژوند وژغورل شي

د امنتي چارواکو ترمخه ځواکونه به ګڼو سیمو کې له پراخو او پرته له کوم تفریق د اپریشن کولو څخه ډډه کوي چې عام خلکو ته زیان و نه رسي

په دې وروستیو کې هم داسې شوي دي چې ترهګر عام د اوسیدو کلي او کورونه د پټځایونو او مرکزونو په توګه کاروي

د امنیتي سرچینو او دفاعي شنونکو ترمخه دا رقم  د پي ټي ایم اړوند افغان سوشل میډیا پاڼې غواړي د پاکستان پوځ او حکومت پر ضد کمپاین وکړي چې حکومت او پوځ بدنام کړي او پر پوځ باندې د عام خلکو باور کمزورې کړي او د پاکستان پوځ لوري د امن لپاره روانې هڅې بدنام کړي

خو بیا شنونکي وایی ددوی دا هڅې به ناکامه وی ځکه امنیتي ځواکونو او پوځ غواړي دا سیمه له ترهګرو پاکه کړي او د خلکو ژوند خوندي کړي

د داعش خراسان  ادعا هم ناسمه او درواغ ده

په وادي تیراه کې د ترهګرو پر ضد ممکنه اپریشن پر ضد دا ادعاوي چې دلته دداعش خراسان ډله ځاي پر ځای کړي هم ناسمه ده

د ځایی مشرانو او سرچینو ترمخه له تیراه څخه وتل په خپله خوښه ده او امنیتي ځواکونه غواړي د خلکو ژوند خوندي کړي، له سیمې څخه خلک په عارضي ډول نورو سیمو ته لیږل کیږي چې د اپریشن پر مهال ددوی ژوند اغیزمن نه شي

دلته دا هم باید یادونه وشي چې صوبایی حکومت اعلان کړې چې د ترهګرو پر ضد اپریشن کې که کوم کور په بشپړه ډول ویجاړ شی نو هغوی ته به ۳۰ دریش لکه او که کوم کور ته کم زیان ورسي نو هغوی ته به ۱۰لس لکه روپۍ ورکول شي

د ضلع خیبر انتظامیه ترمخه دوی په پایندي چینه سیمه کې د رجسټریشن مرکز هم جوړ کړې دې او په دوه توی کی هم یو مرکز جوړ کړې چرته چې حکومتي افسران رجسټر شویو کورنیو ته ټوکنې ورکوي ترڅو دوی د میاشتې کرایه او نور اړوند ضرورتونو لپاره حکومتي مرستې ترلاسه کړي

دا هم باید یادونه وشی چې په دې وروستیو کې د ضلع خیبر ځایی مشرانو د ناقانونه ګرځول شوې ټي ټي پي ډلې مشرانو سره یو شمیر جرګې وکړې خو دا ټولې جرګې بغیر د کومې مثبتې پایلې ورکولو ختمې شوې

نورخبرونه: د امن لپاره جرګه:  خیبر مشرانو په تیراه کې وسله والو ډلو سره خبرې کړي

وادي تیراه کې تښتول شوې د امن لښکر رضاکار ق ت ل ش شوې

ضلع خیبر کې وسله کمانډر ځایی خلکو ته ویلي د حکومت لپاره دې جاسوسي نه کوي

د وادي تیراه میدان سیمې خلک په مشروط ډول کډه کیدو ته راضي شوي

Related Articles

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په اوونیز میډیا بریفنګ کې ویلي دي چې هند باید په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ملاتړ و نه کړي او دا د پاکستان دریځ دې

January 16, 2026

د رسنیو راپور ترمخه په دې پوهنتون کې د امتحان په نتیجه کې په بریالیو زده کوونکو کې د مسلمانانو محصیلینو شمیر زیات وو نو ځکه هندي چارواکو دا وتړل

January 16, 2026

د روس ولسمشر پوټین دفتر کریمیلین کې راجوړه شوې دستوره کې د افغانستان نوي ټاکل شوي سفیر ګل حسن حسن خپل رسمي اسناد پوټین ته وړاندې کړل

January 16, 2026

د بلوچستان په ځاران ضلع کې ترهګرو پر پولیس تاڼه برید کړې او په زندان کې بند قیدیان هم خلاص کړي دي

January 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *