تازه خبرونه

خیبرپښتونخوا کې له ترهګرو لوري خونړي بریدونه شوي

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده
خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې له ترهګرو لوري بریدونه زیات شوي دي

پاک افغان سرحد سره نزدې اورکزۍ ضلع کې هم ترهګرو د امن لښکر ترهدف لاندې راوستلې او دوه کسان ی شهیدان کړي

د خیبر پښتونخوا په بیله بیلو سیمو کې ترهګرو لوري په پولیسو او عام وګړو ترهګریز خونړي بریدونه شوي د ي

د سرچینو ترمخه د ټانک ضلع په ګومل سرک باندې له ترهګرو لوري د سرک په غاړ ښخ بم په وسله د پولیسو زغروال موټر هدف وګرځول شول

د بمي چاودنې په پایله کې شپږ پولیس سرتیري او یو لاروني ژوند له لاسه ورکړو ،سرچینې وایی کله چې د پولیسو موټر له دې سرک څخه تیریدل نو د ریموټ کنټرول بم لارې یوه زوروره چاودنه وشوه

په شهید شویو سرتیرو کې  ایس ایچ او اسحاق مروت، شیر اسلم سپاهي، ډرایور عبدالمجید ، سپاهي ارشد علي، سپاهي احسان الله شامل دي

پولیسو ویلي، په برید کې یو لاروی هم شهید شوی، چې له امله یې د شهیدانو شمېر اوو کسانو ته رسېدلی دی۔ د شهید شوي ولسي وګړي پېژندنه تر اوسه نه ده شوې۔

پولیس زیاتوي چې پېښه د ټانک د ګومل سیمې کې رامنځته شوې، چرته چې د پولیسو زغرولو موټر له ترهګرو لوري هدف وګرځول شو

 اورکزۍ کې هم ترهګریز برید شوې

په یو بل ترهګریز او خونړي برید کې د  اورکزئی د یخ کنډاو په سیمه کې پر امن لښکر د ترهګرو برید شوې دې

په برید کې دوه کسان شهیدان شوي او درې نور ټپیان دي۔ د امن لښکر د ځوابي کارروایۍ پر مهال درې ترهګر وژل شوي دي ،  له پېښې وروسته په سیمه کې امنیت سخت کړی شوی دی او د ترهګرو پلټنې پیل شوي دي

د ګورنر خیبرپښتونخوا غبرګون او غندنه

د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د ټانک د چاودنې سخته غندنه کړې ده۔

ګورنر ویلي، په چاودنه کې د اېډیشنل اېس اېچ او په ګډون د شپږو پولیس اهلکارو شهادت د ویاړ وړ قرباني ده۔ هغه د شهیدانو د لوړو درجو او د هغوی د خپلوانو سره ی ژوره خواشیني څرګنده کړې ده

فیصل کریم کنډي د پولیسو د شهیدانو له کورنیو سره د زړه له کومې غمرازي او تعزیت څرګند کړی او ویلي یې دي چې د ترهګرو پر ضد د خیبرپښتونخوا پولیس په لومړۍ کرښه کې مقابله کوي۔

ګورنر زیاته کړه چې د امن د ټینګښت لپاره د پولیسو د شهیدانو قربانۍ به هېڅکله ضایع نه شي او د ترهګرۍ پر ضد د خیبرپښتونخوا پولیسو زړورتیا او لوړ عزم د ستاینې وړ دی۔

هغه وویل، د دې برید کې د شهید شوو پولیس اهلکارو له کورنیو سره په دې غم کې برابر شریک دې

نورخبرونه:  ټانک کې ترهګریز ریموټ کنټرول برید: ایس ایچ او سره د شپږو سرتیرو شهیدان شوي

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *