تازه خبرونه

د اسلام‌اباد  ترهګرۍ ضد عدالت:دو پوځي افسرانو په شمول ۷ کسانو ته د عمر قید سزاګاني اورول شوې

محکمې یوټیوبر، خبریالان، شنونکی او پخوانی پوځي افسر د “ډیجیټل ترهګرۍ” او د ریاست پر ضد د سازش په تور مجرمان ګرځولی
د اسلام‌اباد د ترهګرۍ ضد محکمې ودانۍ، چېرته چې د مې ۹ د قضیی اړوند پرېکړې واورول شوې

د اسلام آباد محکمې د پرېکړې له خوا محکومینو ته د دوو جرمونو پر سر د سخت عمر قید سزا ورکړل شوې

اسلام‌اباد :  د اسلام‌اباد د ترهګرۍ ضد محکمې  د ۲۰۲۳ کال د مې ۹ د هېواد په کچه په سرکاری ودانیو باندې په بریدونو کې د ککړو کسانو پر ضد  قضیو کې یوټیوبر عادل راجه، خبریالان وجاهت سعید خان، صابر شاکر او شاهین سهبي، اینکر پرسن حیدر رضا مهدي، شنونکی معید پیرزادہ او پخوانی پوځي افسر اکبر حسین ته  دوه ـ دوه ځل د عمر قید سزاګانی  واورولې

په دغه قضیه کی په دوی الزام و چې دوی د حکومت او پوځ پر تاسیساتو بریدونه  کړی وو او  هغه ی ویجاړ  کړی وو

دغه احتجاجونه د  پخواني وزیراعظم عمران خان تر نیول کېدو وروسته پیل شوې وې.

څيړونکو تور پورې کړی وو  چې یاد کسان د مې ۹ له پېښو سره په تړاو د “ریاستي ادارو پر ضد ډیجیټل ترهګرۍ” کې ککړ وو.

په دغه پرېکړه کی د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي طاهر عباس سپرا له‌خوا د غیرحاضري محاکمو تر بشپړېدو وروسته واورول شوې.

 د محکمې د حکمونو له مخې د عادل راجه، وجاهت سعید خان، شاهین سهبایی او حیدر رضا مهدي پر ضد مقدمې د دولت په استازیتوب د اسلام‌اباد په رامنا تاڼه کې درج شوې وې.

همداراز، د صابر شاکر، اکبر حسین او معید پیرزادہ پر ضد مقدمې د وفاقي پلازمېنې په آبپاره تاڼه کې ثبت شوې وې.

د محکمې د پرېکړې له خوا  محکومینو ته د دوو جرمونو پر سر د سخت عمر قید سزا ورکړل شوې

 د پاکستان پر ضد د جګړې کول یا هڅه کول، او جنايي سازش. سربېره پر دې، هر محکوم ته د هر جرم په بدل کې ۵ لاکه  روپۍ جرمانه هم لګول شوې ده.

محکمې همدارنګه د پاکستان د تعزیراتو د قانون د ۱۲۱-اې مادې لاندې هر یو  کس ته لس کاله سخت بند او  ۲ لاکه روپۍ جرمانه واوروله.

یاده ماده د هغو سازشونو په اړه ده چې د تعزيرات پاکستان  قانون د ۱۲۱ مادې لاندې د جرمونو (د ریاست پر ضد جګړه یا د جګړې هڅه)  د سزا وړ ګرځي.

دا پرېکړه د مې ۹ د تاوتریخوالي په تړاو د قانون له تر ټولو مهمو اقداماتو څخه ګڼل کېږي،هغه پېښې چې چارواکو یې د ریاستي ادارو پر ضد انتهایی قدم حمله بللې ده. محکومین د فیصلې پر مهال په محکمه کې حاضر نه وو، او تمه ده چې نور قانوني پړاوونو په شمول به ممکنه اپیلونه  به هم تعقیب شي

Related Articles

وزیراعظم شہباز شریف وویل چې د نړیوالو تېلو د بیو کمښت اغېز به ژر تر ژره ولس ته ورسول شي ترڅو ګراني کمه شي

April 18, 2026

په لبنان کې د اوربند له پلي کېدو څو ساعته وروسته د اسرائیل له لوري سرغړونې، د جنوبي سیمو ګولاباري او تاوتریخوالی دوام لري

April 17, 2026

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *