تازه خبرونه

ایران کې د ګرانۍ او د کرنسۍ ارزښټ کمیدلو پر ضد عام اولس سخت احتجاجونه کړي

ایران کې د د لوړو بیو او کمزوري اقتصاد پر ضد ولسي مظاهرې پنځمې ورځې ته داخلې شوې دي
ایراني مظاهره‌چیان د لوړو بیو، کمزورې کرنسۍ او اقتصادي ستونزو پر ضد سړکونو ته راوتلي دي

فایل فوټو: په تهران او نورو ښارونو کې د ګراني پر ضد ولسي مظاهرې

 په ایران کې د لوړې ګراني، د ملي کرنسۍ د پرله‌پسې کمزوري کېدو او سخت اقتصادي فشار پر ضد ولسي احتجاجونه په ټول هېواد کې پراخېږي. دا مظاهرې چې په بېلابېلو ښارونو کې روانې دي، اوس پنځمې ورځې ته داخلې شوې او د خلکو ترمنځ اندېښنه او غوسه ورځ تر بلې زیاتېږي.

په پیل کې دا احتجاجونه یوازې د اقتصادي ستونزو تر محور راڅرخېدل، خو په تېرو ورځو کې پکې سیاسي شعارونه او پر حکومتي پالیسیو ښکاره نیوکې هم شاملې شوې دي، چې له امله یې وضعیت نور هم حساس شوی دی.

شنونکي وايي، د روانو احتجاجونو اصلي لامل د ایران خرابېدونکې اقتصادي وضعه ده. په وروستیو میاشتو کې د ګراني دوامداره زیاتوالی، د ایراني ریال تاریخي کچې ته لوېدلی ارزښت او د خلکو د پېرلو ځواک کمېدو، عام وګړي له سخت فشار سره مخ کړي دي. د ریال کمزورتیا د دې لامل شوې چې وارداتي توکي، خوراکي مواد، درمل او تېل په بې‌ساري ډول ګران شي او د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن کړي.

د حکومتي شمېرو له مخې، د ګراني کچه له ۵۰ سلنې لوړه شوې ده، خو ولس وايي چې په عملي توګه د خوراکي توکو او بنسټیزو اړتیاوو بیې تر دې هم ډېرې لوړې شوې دي. په ځانګړي ډول د غوښې، وريجو، غوړیو، شیدو او درملو بیو زیاتوالی د غریبو او منځني قشر ژوند سخت کړی دی.

د ولسمشر مسعود پزشکیان حکومت منلې چې د سبسډیو او د بېلابېلو تبادلې نرخونو سیستم د خلکو لپاره ګټور نه دی تمام شوی. د حکومت په وینا، سره له دې چې میلیاردونه ډالر سبسډي ورکړل شوې، خو ګټه یې عام ولس ته نه، بلکې منځګړو او بااثر کړیو ته رسېدلې، چې له امله یې فساد او نابرابري زیاته شوې ده.

په همدې لړ کې حکومت د ترجیحي تبادلې نرخ د ختمولو او د سبسډیو د نېغ په نېغه مصرفوونکو ته د رسولو اعلان کړی، خو اقتصادي کارپوهان وايي چې دا ګامونه به په لنډمهال کې د ګراني فشار کم نه کړي، ځکه چې اقتصاد له وړاندې له جدي ستونزو سره مخ دی.

احتجاجونه لومړی د تهران له لوی بازار څخه پیل شول، چېرته چې سوداګرو د لوړو بیو او اقتصادي فشار پر ضد دوکانونه وتړل. وروسته زده‌کوونکي، مزدوران او عام وګړي هم مظاهرو ته راووتل او ویې ویل چې د ورځني استعمال توکي نور د عام انسان له وسه وتلي دي.

ایراني حکومت د وضعیت په اړه محتاط دریځ خپل کړی او ویلي یې دي چې ولس د سوله‌ییز احتجاج حق لري او د خلکو ستونزې به واورېدل شي. تر اوسه نه انټرنېټ بند شوی او نه هم په پراخه کچه زور کارول شوی، خو په ځینو ښارونو کې د مظاهره‌چیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو، د اوښکو بهوونکي ګاز کارولو او د څو کسانو د نیولو راپورونه ورکړل شوي دي.

مظاهره‌چیان وايي چې اوس یې غوښتنې یوازې اقتصادي نه دي، بلکې دوی د کار ښه فرصتونه، د بیو کموالی، شفاف اقتصادي اصلاحات او په حکومتي پالیسیو کې بدلون غواړي.

شنونکي باور لري چې روان احتجاجونه ښيي چې اقتصادي بحران یوازې د شمېرو ستونزه نه ده، بلکې د خلکو د ورځني ژوند سره نېغ په نیغه  تړاو لري او په راتلونکو ورځو کې به دا روښانه شي چې ایا د حکومت اصلاحات او اعلانونه د ولس باور بېرته ترلاسه کولی شي او که نه

Related Articles

وزیراعظم شہباز شریف وویل چې د نړیوالو تېلو د بیو کمښت اغېز به ژر تر ژره ولس ته ورسول شي ترڅو ګراني کمه شي

April 18, 2026

په لبنان کې د اوربند له پلي کېدو څو ساعته وروسته د اسرائیل له لوري سرغړونې، د جنوبي سیمو ګولاباري او تاوتریخوالی دوام لري

April 17, 2026

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *