تازه خبرونه

فیلډمارشل جنرال عاصم منیر: لږکیو له حقونو ورکول د نظریه پاکستان بنیاد دې

د پاکستان دفاعي ځواکونو مشر جنرال عاصم منیر د کرسمس په اړه تابیا شوې یوې غونډې ګډون والو ته ویلي دي چې د قایداعظم ویناوې په هیواد کې د زغم ، یووالي او یوبل ته د درناوي په اړه ځانګړې لارښوونه کوي
پاکستان د نورو پاکستاني وګړو په شان مسیحي ټولنې وګړو له پوره پوره حقونو ورکوي

د پاکستان فیلډ مارشل عاصم منیر وړمه ورځ په راولپنډۍ کې د کرسمس په ورځ مسیحي ټولنې سره په یوه ِغونډه کې ګډون وکړو

په ټوله نړۍ کې پرون د عیسایانو اختر کرسمس په ډیر مذهبي جوش او جذبې سره ولمانځل شول

د نړۍ نورو هیوادونو په شان پاکستان کې هم مسیحي لږکیو د کرسمس دا مذهبي رسم په ډیر آزادۍ او خوشحالۍ سره ولمانځول او د کرسمس په تړاو راجوړو شوو غونډو کې ی په ډیر ګنړ شمیر کې ګډون وکړ

پرون په رسنو کې داسې یو راپور خپور شو چې د هند په اترپردیش ایالت کې د بهارتي جنتا پارټي ،بي جې پي له لوري په دې ایالت کې د کرسمس په ورځ مسیحي اقلیت رخصتي د لغوه کولو اعلان کړې وو

د خپور راپور ترمخه د بي جې پي ایالتي حکومت له لوري مسیحي لږکیو ته لارښوونه شوې وه چې دوی دې دا ورځ د هند پخواني وزیراعظم اټل بهار واجپايي د زوکړې ورځ په توګه ولمانځي

د پاکستان او هند ترمنځ د کرسمس په اړه پرتله

خو په هند کې د مودي حکومت پرته پاکستان کې داسې نه وه ا  په پاکستان کې د کرسمس په موقع د پاکستان لوړ پوړه حکومتي چارواکو په هیواد کې د مسیحي اقلیتونو دې مذهبي تهوار کې له عیسایی اقلیتونو مشرانو او مذهبي عالمانو سره ګډون وکړو

 د کرسمس په ورځ د پاکستان دفاعي ځواکونو مشر فیلډ مارشل سید عاصم منیر د کرسمس په مراسمو کې ګډون وکړو  او مسیحي ټولنې ته یې د کرسمس مبارکي او نېکې هېلې وړاندې کړې

د پاکستان  پوځ د عام  اړیکو ادارې ،ای اېس پي ار په وینا، د پاکستان دفاعي ځواکونو مشر او فیلډ مارشل سید عاصم منیر د راولپنډۍ په کرایسټ چرچ کې د کرسمس په مراسمو کې ګډون وکړ

آیی  اېس پي ار وایي، د  پوځ مشر د ټولنۍ مشرانو، ځوانانو  سره دا خوشالي ولمانځله، هغوی ته ی له زړه ژورو څخه  د کرسمس مبارکي وويله او د سولې، همغږۍ او هوساینې لپاره یې دعا وکړه

د آیی  اېس پي ار له مخې، فیلډ مارشل عاصم منیر د پاکستان باني قائداعظم محمد علي جناح، ته هم د عقیدت او احترام نیکې پیرزوینې  وړاندې کړې او د هغه د مساوات، ازادۍ او د مذهبي زغم لید  یې وستایه او د کرسمس غونډې ګډون والو ته ی ورښکاره کړو

د اقلتیتونو حقونه او پاکستان

فیلډ مارشل وویل چې د اقلیتونو د حقونو ساتنه د پاکستان د نظریې مهم بنیاد دې او په پاکستان په دې باور لري چې عیسایی ټولنه هم لکه د نورو پاکستانیانو په شان ددې هیواد وګړي دي

آیی  اېس پي ار زیاتوي، د پوځ مشر له ګډونوالو سره خبرې وکړې او د ملي پرمختګ او امنیت لپاره ی د پاکستانی مسیحي ټولنې مشرانو او غړو خدمتونه وستایل.

هغه پر بین‌المذهبي همغږۍ، متقابل درناوي او یووالي باندې هم ټینګار وکړو او په دې ی زور ورکړو چې باید پاکستان یو بل لپاره د درناوي مظاهره وکړي

فیلډ مارشل عاصم منیر څرګنده کړه چې د پاکستان قوت په مساوي فرصتونو او اساسي قانوني اقدارو کې نغښتی دی ، ټینګار ی وکړه چې  قانوني او آیني اقدار له مذهب، نسل، ذات او عقیدې څخه ډیر لوړ دي

آیی  اېس پي ار وايي، فیلډ مارشل د وګړو د عزت، امنیت او مساوي حقونو د ساتنې په برخه کې د پاکستاني ځواکونو پر قوي ژمنتیا بیا باندې بشپړه د پخې ارادې تګرار وکړو

د مسیحي ټولنې مشرانو د فیلډ مارشل لوري دوی سره په کرسمس غونډو کې ګډون کولو لپاره ځانګړې مننه وکړه او  د وطن د دفاع، مذهبي همغږۍ او ملي یووالي په لړ کې ی د پاکستان د امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه

دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې په هند کې په لږکیو باندې د مودي له حکومت څخه زور زیاتې کیږي او ددوی حقونو ترښپو لاندې کولې شي خو په پاکستان کې ددې هیواد لوړ پوړه چارواکي د لږکیو په مذهبي غونډو کې ګډون کوي او دوی سره د خوشحالۍ او یووالي څرګندونه کوي

نورخبرونه: جنرال عاصم منیر: د پاکستان دفاعي پوځونه تفرقه اچولو،بې ثباتي راوستلو کړیو پر وړاندې قوي دي

هند ته به له هغوی سوچ څخه هم زیات سخت ځواب ورکړو: جنرال عاصم منیر

Related Articles

د کال ۲۰۲۵ په وروستۍ میاشت کې د افغان دیني عالمانو او افغان چارواکو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو چې د امیر پرته بل هیواد ته جګړې لپاره تلل به بغاوت وي

January 13, 2026

نن ۹۳درې نوې ورځې پوره شوې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونه د تجارتي هلو ځلو لپاره تړل شوي دي

January 13, 2026

په زیات شمیرکې مرمۍ نن په تورخم پوله له پاکستان کسټم چارواکو له لوري په پټو استخباراتي اطلاعاتو ونیول شوې

January 12, 2026

د بارډر سرچینو ترمخه په افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستاني محصلین نن له تورخم لارې پاکستان ته واپس راغلل

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *