تازه خبرونه

هند ته به له هغوی سوچ څخه هم زیات سخت ځواب ورکړو: جنرال عاصم منیر

چې جنګونه د میډیا په بیانونو، بهرنیو وسلو يا سیاسی شعارونو نه، بلکې په قوي باور، مسلکي وړتیا او ملي عزم سره ګټل کیږي: جنرال عاصم منیر
هند ته به له هغوی سوچ څخه هم زیات سخت ځواب ورکړو: جنرال عاصم منیر

فیلډ مارشل جنرال عاصم منیر ویلي دي چې هند د آپریشن سندور په وخت کې خپل ټاکل شوي فوځي اهداف ترلاسه کولو کې پاتې راغی، او اوس بې اساسه پلمې او نیوکې کوي چې دا د هند په ستراتیژیک سوچ کې کمزوري ښایی

د پاکستان فیلډ مارشل سيد عاصم منیر په خپل یو تازه بیان کې ویلي دي چې د دوه اړخیزه پوځي شخړې په منځ کې د نورو هېوادونو شاملول د هند ناکامه سياسي هڅ ده ده .

له آیی ایس پي آر څخه خپور شوي یو بیان ترمخه د پاکستان فوځ سرلښکر او فیلډ مارشل جنرال عاصم منیر د نیشنل ډیفنس پوهنتون دوره وکړه او هلته ی د فوځ هغه افسرانو غونډې ته وینا وکړه چې د نیشنل سیکوریټي اینډ وار کورس ی بشپړ کړې وو

په خپله وینا کې فیلډ مارشل د جګړې په بدلیدونکي بڼه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د چلینجونو سره د مقابلې لپاره ذهني چمتووالی، عملي پوهه، مسلکي وړتیا او د ملکي او پوځي ادارو تر منځ همغږي ډېره زیاته مهمه ده

هغه زیاته کړه چې هند د اپریشن سندور په وخت کې خپل ټاکل شوي فوځي اهداف ترلاسه کولو کې پاتې راغی، او اوس بې اساسه پلمې او نیوکې کوي چې دا د هند په ستراتیژیک سوچ کې کمزوري ښایی

فیلډ مارشل وویل چې پاکستان د اوږدې مودې ستراتیژۍ، خپلواکو وړتیاوو او قوي ادارو په مرسته بریالیتوب موندلی، خو هند دا بریالیتوب نه مني. ټینګار ی وکړو او زیاته ی کړه چې د هند دا هڅه چې په خالصه دوه اړخیزه شخړه کې نور هېوادونه شامل کړي، یوه ناکامه سياسي هڅه ده

ده وویل چې د هند بې اساسه خبرې او تورونه د دې لپاره دي چې په سیمه کې د خپل ځان لپاره یو خیالي رول جوړ کړي، په داسې حال کې چې د سیمې هېوادونه د هند په جارحانه تګلاره او هندوتوا نظریه څخه ستړي شوي دي

فیلډ مارشل عاصم منیر په ټينګه وویل چې که زمونږ پر وګړو، پوځي اډو، اقتصادي مرکزونو یا بندرګاه باندې د هر ډول برید هڅه وشي، نو پاکستان به ورته سخت، ژور، دردوونکی او د هند د سوچ څخه هم زیات قوي ځواب ورکړ

نوموړي زیاته کړه چې د شخړې اصلي ذمه واري د هند پر غاړه ده چې د بصیرت نه لري او مغرور دی ، زیاته ی کړه چې جنګونه د میډیا په بیانونو، بهرنیو وسلو يا سیاسی شعارونو نه، بلکې په قوي باور، مسلکي وړتیا او ملي عزم سره ګټل کیږي

د پاکستان فیلډ مارشل په پای کې د فوځي ځواک په مسلکي وړتیا، جذبې او جګړې ته په چمتووالي د بشپړ باور څرګندونه وکړ

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *