په افغانستان کې دا مهال د شلو څخه زياتو سيمهييزو او نړيوالو سختدريځو تنظيمونو شتون د ملګرو ملتونو له لوري تاييد شوې دې
په دې سخت دریځه ډلو کې القاعده، تحريک طالبان پاکستان، ترکستان اسلامي ګوند او د ازبکستان اسلامي غورځنګ شامل دي
د طالبانو له واکمنېدو وروسته پرلهپسې دا تاثر وړاندې شوی چې دا يو ټولشموله، اسلامي او ملي حکومت دی چې پکې ټولو قومي او ژبنیو ډلو ته مساوي استازيتوب ورکړل شوی.
خو ميداني حقايق، اداري پرېکړې او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا وروستی راپور دا دعوې ردوي. د ياد راپور له مخې، طالبانو د خپلو امنيتي ځواکونو د ۲۰ سلنه کمښت تر نامه لاندې زرګونه تاجک او ازبک جنګيالي له دندو ګوښه کړي، په ځانګړي ډول په هغو ولايتونو کې چې غيرپښتانه پکې اکثريت لري.
دا اقدام يوازې مالي يا تنظيمي اړتيا نه ښکاري، بلکې د يوې ژورې نسلي تګلارې برخه برېښي
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د طالبانو مشرتابه د بوديجې بحران د پلمې په توګه د ځواکونو د کمولو حکم صادر کړی، خو تر ټولو زياتې برطرفۍ په بدخشان، تخار، پروان او کاپيسا ولايتونو کې شوې دي، چېرې چې د طالبانو په ليکو کې تاجک او ازبک جنګيالي په څرګند ډول زيات وو.
که دا پرېکړه رښتيا هم بېطرفه او يوازې د مالي ستونزو پايله وای، نو اغېز به يې پر ټولو ولايتونو او ټولو قومونو يو شان وای، خو داسې ونه شول
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال غيرپښتانه عناصر په منظم ډول څنډې ته کړل شي. له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو په حکومت کې کابينه، ولايتي مشرتابه، امنيتي ادارې او حساسې اداري دندې تر ډېره د پښتنو طالبانو په واک کې ورکړل شوې دي.
تاجک، ازبک او هزاره څېرې يا يوازې تشريفاتي رول لري او يا په بشپړ ډول له صحنې ورکې دي. په همدې لړ کې د ځواکونو د کمولو وروستۍ پرېکړه د همدې تسلسل برخه ده، نه يو ناڅاپي ګام
د طالبانو وياندويانو مخکې دا کمښت د “تنظيمي پړسېدنې” پايله بللې وه، خو پوښتنه دا ده چې دا پړسېدنه ولې يوازې په هغو يونټونو کې احساس شوه چې غيرپښتانه طالبان پکې زيات وو؟
ايا په کندهار، هلمند يا ننګرهار کې طالبان ځواکونه له هر پلوه متوازن وو؟ حقيقت دا دی چې د طالبانو اصلي ځواک او پرېکړهکوونکی مرکز لا هم د کندهار شورا ده، چې د يو ځانګړي نسلي او قبيلوي کړۍ تر ولکې لاندې ده
د غيرپښتنو طالبانو د جنګيالو ګوښه کېدل دا پايله لري چې دا کسان يا د مايوسۍ او بېروزګارۍ ښکار کېږي او يا د مزاحمتي او سختدريځو ډلو لپاره اسانه هدف ګرځي.
د ملګرو ملتونو راپور څرګندوي چې د اسلامي دولت خراسان څانګه (داعش-خ) د نوې ټکنالوژۍ او مصنوعي ځيرکتيا په کارولو سره خپلې چارې پراخوي. په داسې حالاتو کې د تجربهلرونکو خو ناراضه جنګيالو له سيستم څخه ايستل يو جدي امنيتي خطر دی
طالبان ادعا کوي چې داعش-خ يې ځپلی، خو همدغه راپور وايي چې طالبان لا هم له بهرنيو هېوادونو د ترهګرۍ ضد مرستو غوښتنه کوي.
که طالبان رښتيا هم بشپړ کنټرول لري، نو بيا د ځواکونو کمول او د تجربهلرونکو کسانو برطرفي د کوم منطق له مخې ترسره کېږي؟ اصلي ځواب دا دی چې د طالبانو لپاره نسلي وفاداري له مسلکي وړتيا زيات ارزښت لري
په افغانستان کې د شلو څخه زياتو سيمهييزو او نړيوالو ترهګرو ډلو شتون د ملګرو ملتونو له خوا تاييد شوی، او طالبانو د ځينو دغو ډلو پخواني جنګيالي هم په خپلو امنيتي ځواکونو کې جذب کړي دي.
دا کار د نظرياتي ګډوډۍ او نفوذ خطرونه زياتوي، خو بيا هم تاجک او ازبک طالبان له دندو ليرې کېږي، چې دا حالت نور هم شکونه زياتوي
د ځواکونو د ۲۰ سلنه کمښت يو بل اړخ هم شته. که څه هم د طالبانو مالي ستونزې يو حقيقت دی، خو که رښتيا هم د سرچينو کموالی اساسي ستونزه وای، نو پر شاهي اداري جوړښتونو، د مذهبي پوليسو پر پراختيا او د استخباراتي ادارو پر پراخېدو به هم بياکتنه شوې وای. خو برعکس، مستقيم هدف هغه جنګيالي وګرځېدل چې له مرکزي مشرتابه سره نسلي تړاو نه لري او سياسي نفوذ هم نه لري
د بدخشان موضوع ځانګړې اهميت لري. دا ولايت نه يوازې تاجک اکثريت لري، بلکې طالبانو هلته له داخلي مقاومت سره هم مخامخ دي. له دې سيمې پراخې برطرفۍ دا څرګندوي چې طالبان غواړي په سيمهييزه کچه هر ډول احتمالي ګواښ له بېخه له منځه يوسي، که څه هم د خپلو جنګيالو په بيه تمام شي
د طالبانو نسلي تګلارې د افغانستان ملي جوړښت ته تر ټولو ستر زيان اړوي. يو هېواد چې لا دمخه د قومي وېش، کورنيو جګړو او بهرنۍ لاسوهنې ښکار پاتې شوی، هلته د يوې ډلې برلاسی د سولې پر ځای نور هم ګډوډي زېږوي.
نن تاجک او ازبک طالبان ايستل کېږي، سبا کېدای شي دا کړۍ نورو ته هم وغځېږي.
په پای کې ويلای شو چې د طالبانو له لوري د ځواکونو د ۲۰ سلنه کمښت پرېکړه تر ډېره د اداري ګام پر ځای د نسلي تصفيې وسيله ده. تر هغه چې طالبان خپلې تګلارې رښتيا هم ملي، ټولشموله او له نسلي توپير پرته جوړې نه کړي نو په افغانستان کې تلپاتې سوله به يو خوب پاتې شي.
د ملګرو ملتونو راپور يوازې يو انځور وړاندې کړی، اصلي کيسه تر دې هم ژوره او د اندېښنې وړ ده.
د طالبانو د نسلي تګلارو بله خطرناکه څېره دا ده چې يوازې ټيټ پوړي جنګيالي نه، بلکې هغه قومندانان هم قرباني شول چې د طالبانو لپاره يې شمالي افغانستان کې لار هواره کړې وه او د کابل نيول به د هغوی له مرستې پرته ممکن نه وو واک چې ټينګ شو، هماغه نومونه په نښه شول او يا خو څنډې ته کړل شول او يا په سپکاوي سره ليرې کړل شول
د قاري وکيل قضيه يې څرګنده بېلګه ده. هغه يو تاجک ، تجربهلرونکی او بااثره قومندان و چې په شمال کې يې طالبانو ته لاره هواره کړه. په ۲۰۲۲ کال کې د هغه نيول کېدو د تاجک طالبانو تر منځ سخت اضطراب رامنځته کړ او دا تاثر يې پياوړی کړ چې مشرتابه له هغو غيرپښتنو قومندانانو وېرېږي چې په سيمهييزه کچه نفوذ لري
له ازبک قومندانانو سره چلند لا هم سخت و. د فارياب قاري صلاحالدين ايوبی، چې د کابل د نيولو پر مهال ورته “فاتح ارګ” ويل کېدل، په ۲۰۲۲ کې بېوسلې شو. وروسته له کلونو سپکاوي، هغه په ۲۰۲۴ کې استعفا ورکړه او پر طالبانو يې ښکاره نيوکې پيل کړې. همداراز مخدوم عالم رباني او عطاالله عمري هم د همدې نسلي سياست قربانيان شول
دا ټولې بېلګې يو روښانه انځور وړاندې کوي، هغه کسان چې تر ټولو زياتې قربانۍ يې ورکړې، تر ټولو مخکې په نښه شول. دا تصادف نه، بلکې يو پلان شوی عمل دی. د طالبانو په اند اصلي ګواښ بهرنی دښمن نه، بلکې هغه غيرپښتانه قومندانان دي چې د خلکو ملاتړ لري
په شمال کې دا پاليسۍ د کرکې، بېباورۍ او پټې غوسې سبب شوې دي. دا حالت د شخړو خطر زياتوي او د داعش-خ په څېر ډلو ته زمينه برابروي، لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو راپور هم ورته اشاره کوي
وروستۍ پوښتنه دا ده چې طالبان د کومې شريعت خبرې کوي؟ د هغوی نسلي تبعيض ښيي چې دوی له دين او شريعت څخه سرغړونه کوي. شريعت د الله تعالی دا حکم دی
“ای خلکو! موږ تاسې له يو سړي او يوې ښځې پيدا کړي ياست، او قومونه او قبيلې مو جوړې کړې دي چې يو بل وپېژنئ. د الله په نزد تر ټولو عزتمند هغه دی چې تر ټولو متقي وي.” (الحجرات: ۱۳)
رسول الله ﷺ د حجة الوداع په خطبه کې وفرمايل: “نه سپين ته پر تور برتري شته، نه عرب ته پر عجم.” شريعت دا دی، نه هغه نسلي توپير چې طالبان يې نن عملي کوي
خبرتیا پورته لیک د لیکوال خپل نظر دې، هندوکش ټریبیون دې سره هیڅ کوم تړاو نه لري