په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ کې نیټو ځواکونو کې د برتاینه پوځیانو په اړه حیرانوونکي معلومات او د جنګي جرمونو خبرونه مخې ته راغلې دي
د برتانیه ځانګړې هوايي ځواک يو لوړپوړي افسر انکشاف کړی چې په افغانستان کې د ماشومانو په ګډون د بېګناه کسانو د وژلو په جرمونو کې ککړ دي او دوی ددې پټولو هڅې کوي
دا لړزه وونکې معلومات د يو خپلواک قاضي تر مشرۍ لاندې د پلټنې کمېسيون د دوشنبې په ورځ خپاره کړل، چې په کې د برتانوي ځواکونو د عدالت پرته وژنو پرلهپسې تورونه څېړل کېږي
دغه لوړپوړي افسر په شواهدو کې ويلي دي چې دا رښتينې وفاداري نه ده چې خپل سازمان د ناسمو کړنو له کبله تباه کېدونکی وينې او چپ پاتې شې. موږ افغانستان ته د قانون، امن او انساني خونديتوب لپاره تللي وو، خو ناکامه شو.وې ویل چې د ماشومانو د وژلو پر سر هم غږ پورته نه شو‘
دغه افسر چې د این ۱ ۴۶۶ په کوډ نوم پېژندل شوی، وويل چې تر ټولو ډېر د دې خبرې دردمن کړی چې د بېګناه خلکو، حتی کوچني ماشومانو د وژنې په مقابل کې د لوړپوړو افسرانو له لوري دده به ضد اقدام و نه شو
هغوی زياته کړی چی د دوو بی ګناه ماشومانو وژنه په خپلو بسترو کې وشوه. که پر وخت اقدام شوی وای، دا فاجعه نه پېښېده
دغه پېښه ښايي د ۲۰۱۲م کال هغه برید ته اشاره کوي چې په کې يو کلن او درې کلن وروڼه سخت ټپيان او د دوی مور او پلار هم له منځه یوړل شوي وو ، زیاتوي چې دا غیرقانوني وژنې یوازې د څو کسانو ستونزه نه وه
وې ويل چې د یاد سرتیري لوري د ماوراء عدالت وژنې یوازې یو څو سرتېري نه بلکې په پراخ ډول د ځانګړو ځواکونو په حلقو کې روانې وې او ډېر کسان یې په اړه خبر وو
هغوی اعتراف وکړ چې هېله یې لرله د رائل مېلېټري پوليسو ځانګړې څانګې ته د دې جدي مسلې د راپور ورکړه لا جدي کړي وای.یو بل لوړپوړی ملکي کارکوونکی این ۱۸۰۳ هم د شواهدو د پورته لېږد له ترسره کولو پاتې شوی و
دغه افسر وويل چې زه د ځانګړو ځواکونو وفادار غړی يم، خو ما ځانګړی ځواک دې لپاره نه دی غوره کړی چې په کې ماشومان په خپل بستر کې په مرمیو وويشتل شي
هغه زياته کړه چې ځينې سرتېري داسې ښکاري لکه هر هغه نارینه په نښه کړي چې د جګړې عمر لري، که خطر وي او که نه
این ۱۴۶۶ په څرګندو ټکو وويل چې موږ د جګړې د جرمونو په اړه خبرې کو و، بندیان وژل کېدل او بیا دا پلمه جوړېده چې دوی له ځواکونو سره جګړه کړې ده
بل ځانګړی افسر چې د این ۵۴۶۱ په نوم ياد شوی، وويل چې موږ اوس په محکمه کې هم وینو چې ماوراء عدالت وژنې په افغانستان کې شوې دي ـ او دا ښايي یوازې پیل وي
دريېم افسر این ۲۴۴ د بنديانو د مشکوکو وژنو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې د بنديانو له لوري پرلپسې د وسلهوالو د “وسله غنیمت کولو هڅې” غیرطبیعي دي
د برتانیې د دفاع وزارت دریځ
د برتانوي دفاع وزارت وياند وويل چې حکومت د افغانستان اړوند خپلواک کمېسيون له بشپړ ملاتړ سره ولاړ دی. موږ د شفافیت او حساب ورکولو ژمن يو او د پلټنو له بشپړېدو وړاندې تبصره نه ده مناسبه چې وکړو